ایرلینډ ته شرمونکې ماتې ورکولو سره ملي لوبډلې د صحرا جام اتلولي وګټله

د افغانستان او ایرلینډ تر منځ د صحرا جام سیالیو پایلوبه تېره ورځ  پای ته ورسېده. دغې لوبې کې افغانستان پیاوړې توپ اچونې سره ایرلینډ لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه او د ۲۰۱۷ صحرا جام اتلولي يي وګټله.

د ایرلینډ لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، خو افغان توپ اچوونکو د لوبې د پیل څخه د وېکېټو اخیستلو لړۍ پیل کړه او سیالې لوبډلې ته يي د ځان سمبالولو فرصت ورنکړ.

د ایرلینډ لوبډلې ټول لوبغاړي له ځانګړو منډو جوړولو پرته د ملي لوبډلې د پیاوړې توپ اچونې ښکار شول. ایرلینډ په ۱۳.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۷۱ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لپاره سټرلینګ ۱۷ او ټامپسن ۱۰ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړونکي لوبغاړي ول او پاتې ټول توپ وهونکي يي له لسو څخه لږو منډو کې خپلې وېکېټې له لاسه ورکړې.

د ملي لوبډلې ټولو توپ اچوونکو پیاوړې توپ اچونه وکړه. محمد نبي ۴ وېکېټې اخیستلو سره تر ټولو بریالی توپ اچونکی ثابت شو. نوموړی خپل ۲.۲ اورونو کې یوازې ۱۰ منډې ورکړې.

امیر حمزه خپل ۴ اورونو کې یوازې ۱۵ منډو ورکولو سره ۲، فرید احمد خپل ۲ اورونو کې ۲۰ منډو ورکولو سره ۲ او کریم جنت خپل ۳ اورونو کې ۱۴ منډو ورکولو سره ۲ وېکېټې واخیستې.

راشد خان خپل ۲ اورونو کې یوازې ۷ منډې ورکړې خو د وېکېټې په اخیستلو بریالی نشو.

د ملي لوبډلې لپاره محمد شهزاد او نوروز منګل توپ وهنه پیل کړه. هېره دې نه وي چې د ایرلینډ خلاف لوبه د نوروز منګل وروستۍ لوبه وه او په رسمي توګه يي له نړیوالو لوبو استعفا وکړه.

محمد شهزاد او نوروز منګل د تېرو لوبو په څېر پیاوړې او چټکه توپ وهنه وکړه او د لوبې له پیل څخه تر پایه توپ وهنې کولو سره دغه لوبه د افغانستان په بریا پای ته ورسوله.

ملي لوبډلې ټاکل شوی هدف د کوم لوبغاړی له لاسه ورکولو پرته د محمد شهزاد او نوروز منګل غوره او چټکې ملګرتیا سره په ۷.۵ اورونو کې پوره او ایرلینډ ته يي په لسو وېکېټو ماتې ورکړه.