ایشچي وایي،دوستم د حکومت له لوري تبعید شوی دی

د بغلان ولایت پخوانی والي انجنیر احمد خان ایشچي وايي، جنرال دوستم د حکومت له لوري تبعید شوی دی.
نوموړي له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې محکمه په دې وروستیو ورځو کې د دوستم په اړه خپره پرېکړه کوي نو له همدې امله حکومت نوموړی اړ ایستلی چې هېواد پرېږدي.
دده په باور که هغه په موجودیت کې محکمې خپله پرېکړه اعلان کړې وی، نو ښایي د کابل ښاریانو ته یې زیان اړولی وی.
دده په خبره دوستم د حکومت له لوري تبعید شوی دی او باید د خپلې جزا د ګاللو لپاره بېرته کابل ته راستون شي. بل پلو پرون ارګ هم ویلي، چې نوموړی په جرم تورن دی او باید د خپل سپيناوي لپاره بېرته را وګرځي.
دوستم ته نږدې کسانو بیا ویلي، چې هغه د درملنې او خپلې کورنۍ د لیدو لپاره ترکیې ته تللی دی او تر درملنې وروسته به ډير ژر راستون شي.
د جنرال دوستم پر رسمي ټویټر هم لیکل شوي، چې بېرته به ډير ژر افغانستان ته راشي او تر پخوا به لا ډير پیاوړی د خپلو خلکو تر څنګ ولاړ وي.