ایمان او باور موخې ته د رسېدو اصلي لاملونه دي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

سمه ده چې موخې ته د رسېدو لپاره هڅې او کار کولو ته اړتیا شته خو ایمان او باور یې اصلي لاملونه دي، موخې ته د رسېدو لپاره مو له هغو ستونزو او خنډونو سره مبارزې ته چمتو کوي چې مخې ته مو راځي. کېدای شي کله کله موخې ته د رسېدو لپاره له یو لړ ستونزو سره مخ شئ او له خپلې موخې مو زړه توري کړي، خو که پوره ایمان او باور ولری او غواړی د نېکمرغۍ دروازې مو پر مخ خلاصې شي نو پر خپل ځان باندې باور له لاسه مه ورکوئ، تل دا دوه شیان په یاد ولرئ: «په خدای باور او د مسوولیت احساس» که مو دغه دوه ټکي په ياد لرل نو پوه شی چې په خپلو ټولو چارو کې بريالي شوی. کېدای شي د ډېرو بریالیو کسانو د ژوند کیسه درته چندان الهام بښونکې نه وي او فکر وکړی چې بریا تر ډېره د چانس خبره ده او هغه کسان چې بریالي دي، یوازې چانس یې ورسره مرسته کړې چې د غرونو په شان ستونزې یې شاته پرېيښې دي او توانېدلي چې بریا په غېږ کې ونیسي.

“پر ځان باور، د مسوولیت احساس، پرېکړه او کاري وجدان» د بریا درې عوامل دي چې په څنګ کې ورسره “تل کار او هڅه” هم بریا ته رسېدل تضمینوي.