پنجشنبه , 28 مارچ 2024

بادام او د هغه روغتيايي ګټي

څرنګه چي بادام يو خوندوره وچه مېوه ده او د ښه خوند تر څنګ ډيري نوري روغتيايي ګټي هم لري چي ځيني يې په لاندي ډول دي:

  1. بادام د بدن اضافي وزن په کمولو او د زړه د حملې په کمولو کي له تاسو سره مرسته کوي د (Loma Linda School of Public Health) د راپو له مخي په هفته کي پنځه واري خوړل يې٥٠% (پنځوس فيصده) انسان د زړه له مختلفو ناروغيو څخه ژغوري.
  2. دا وچه مېوه د مضر کليسټرول په له منځه وړلو ، د ويني د فشار په کمولو او د شکري په کښته کولو کي مرسته کوي.
  3. بادام د فاسپورس په درلودلو سره د غاښونو او د بدن د هډوکو په قوي کولو کي مرسته کوي.
  4. همدارنګه بادام د انسان حافظه پياوړې کوي او ددې تر څنګ عصبي سيستم لپاره نوري زياتي ګټي هم لري .
  5. د بادام د غوړو منظم استعمال کولاى سي د پوستکي توري الغې ، ټپونو او د ګونجو په له منځه وړلو کي له تاسو سره مرسته وکړي.
  6. دبادام غوړي مو وريښتانو ته ښکلا او ټينګوالى ورکوي.
  7. پر پورته ګټو سربېره بادام دپوستکي د ښکلا او صحت لپاره، د سرطان د ناروغۍ مخ نيوي ، د بدن د ا‌ضافي وزن د کمولو او دقبضيت د له منځه وړلو لپاره ګټور دي.

د پاملرني وړ ده که چيري دغه خواړه تر اندازې زيات وخوړل سي د مختلفو ناروغيو لامل هم کېداى سي.

ژباړه: عبدالوحيد (خوشحال