بادشاه پر درواغو پنځه دیناره جريمه ولګوله

ژباړه:شمس الرحمن شمس

یو وخت یو بادشاه پر خپلو خلکو شرط کېښود،هغه خپلو خلکو ته وویل؛که له نن وروسته هر څوک په دروغو ویلو ونیول شي نو پنځه دیناره به جرمانه ورکوي!

خلکو په خپل ژوند کې دروغ ویل بس کړل، هر یو کس به خپله خبره په تول کوله، یوه ورځ بادشاه دستړیا د رفع کولو لپاره له ښاره بهر ووته چې له یوه اندازه مزل نه وروسته د یوه تاجر کور ته دمې لپاره ورننوته.

بادشاه له تاجر نه پوښتنه کوي،ستاعمر څومره دی؟

تاجر: بادشاه صاحب زما عمر شل کاله دی؟

بادشاه د ځواب اورېدو سره حیرانېږي او د هغه عمر ته په کتو بله پوښتنه کوي.

تاسره څومره شتمنې ده؟

اووه زره …

بادشاه: اولادونه دې څو دي؟

تاجر: بادشاه سلامت زما یو اولاد دی…

بادشاه له هغه نه د خدای په امانی نه وروسته خپل محل ته راغی او ددې بادشاه په اړه یې خپلو وزیرانو ته وویل چې د پلانکي تاجر اسناد وڅېړئ چې نوموړي خو به دروغ نه وي ویلي؟

کله چې بادشاه ته وزیران وایي چې نوموړي دروغ ویلی نو هغه راغواړي او ورته وایي چې ته پنځلس دیناره جرېمه شوی؟

تاجر پوښتنه کوي چې ولې؟

بادشاه ورته وایي، ګوره ستا عمر څلوېښت کاله دی او تا موږ ته شل کاله ویلي،بیا دې موږ ته ویلي ؤ چې یو اولاد لرې موږ چې ستا معلومات وکړل ته پنځه اولاده لري او اخري دروغ دې دا و چې تاته مې وویل سر مایه دې څومره ده تا اووه زره دیناره وویله حال دا چې ته له دې ډېرې زیاتي پیسې لري.

تاجر موسکا کوي او بیا بادشاه ته وایي چې ما دروغ نه دې ویلي!

بادشاه ورته وویل، هغه څنګه؟

تاجر ورته وویل عمر مې ځکه درته کم وښود چې ما همدا شل کال د الله دین په لاره کې تېر کړې دي او اووه زره دیناره مې ځکه سرمایه ده چې دا هغه پیسې دي چې ما پرې یو جومات جوړ کړی او د الله په لاره کې دا زما یوازینۍ سرمایه ده.

او دا ریښتیا ده چې زما اولادونه پنځه دي خو ما یو اولاد ځکه ووایه چې په دې اولادونو کې مې همدا یو نیک انسان دی او پاتې څلور سم خلک ندي…

بادشاه تاجر ته بېرته پیسې ورکړې او ورته یې وویل، هو ته ریښتیا وایي ښه عمر هغه دی چې د رب په عبادت کې تېر شي او ښه شتمني هغه ده چې د الله ج په لار کې ولګول شي او اولاد هغه دی چې نېک وي او له مرګ نه وروسته یې دعا ستاسې لپاره د راحتۍ سبب شي.