پنجشنبه , 25 اپریل 2024

بالیووډ کې د ودونو کیسه روانه ده؛ کپل شرما هم واده وکړ

لیکنه: ابوبکر عليزی

د هندوستان د ټلویزیون د مزاحیه خپرونه تکړه چلوونکي او د فلم ستوري کپل شرما د خپلې نژدې ملګرې سره واده وکړ.

په وروستیو کې په هندۍ سېنما کې د ودونو ګرم موسم دی، په همدې شپو ورځو کې د رنویر سنګهـ او ډپیکا پډوکون تر واده وروسته د پریانکا چوپړا او نک جونز واده هم وشو او اوس نو د کپل شرما او د هغې د نژدې ملګرې تر منځ د ملګرتیا اړېکه د واده په اړېکه بدله شوه.

هندۍ رسنۍ وایي، مشهور مزاحیه فلم ستوری او خپرونو وړاندې کوونکي کپل شرما د خپلې ملګرې ګیني چهاترا سره د هندوستان په جالندهر کې واده وکړ.

د کپل شرما د واده په تړاؤ خبرې په رسنیو او ټولنیزه رسینو کې له ډېر پخوا څخه کېدلې او مینوالو یې هم په ډېرې بې صبرۍ د دوی د واده د تصویرونو لېدلو انتظار کاوه.

د دوې دغه انتظار بلاخره پای ته ورسیده او کپل پر ټولنیزه میډیا خپل تصویرونه خپاره کړي او خپله خوښي یې د خپلو مینوالو سره شریکه کړې ده.

په خپرو شویو تصویرونو کې کپل شرما او مېرمن یې ګیني چهاترا ښکلې جوړه ښکاري او مینوالو یې د دغه نوې جوړې لپاره د مبارکۍ پيغامونه هم شير کړي دي او ورته د راتلوونکي غوره ژوند دعاوې کړي دي.

د کپل شرما په واده کې د نژدې خپلوانو او ملګرو سربېره د هندوستانۍ سېنما مشهورو ستورو هم ګډون کړی.

د مزاحیه خپرونو دغه وړاندې کوونکي تېر کال د خپلې نژدې ملګرې ګیني سره د خپلې اړیکې پرده پورته کړه او وویل چې غواړې دا یې په راتلوونکي کې د ژوند ملګرې جوړه شي.

کپل تېره ورځ په یوه ټلویزیوني پروګرام کې ویلي وه چې کله د لومړي ځل لپاره د چهاترا په ریبارۍ ورغله نو پلار یې ورته انکار کړی وه.

نوموړي د هندوستان ټایمز سره په یوه مرکه کې ویلي چې واده به یې په ژوند کې ډېر مثبت او لوي بدلون راولي.

سرچینه:یاران ډاډ کام