سه شنبه , 16 اپریل 2024

بدني فعاليت د کوچنيانو درسي سويه لوړوي

يوې نوې څېړنې ښودلې چې هغه شاګردان چې زياتي بدني فعاليت کوي، ښايي پر درسونو يې تمرکز زيات او د لوست او لوبو اړوند درسي موادو کې يې ادا ښه شي.

څېړونکې ډلې د وړاندې تر سره شويو ۲۶ څېړنو معلومات تحليل کړي، چې له ۱۰ زرو ډېرو کوچنيانو په کې ګډون کړی و، د هغوی عمرونه له ۴ تر ۱۳ کلونو وو.

څېړونکو موندلې ده چې بدني فعاليت او بېلا بېلې لوبې د کوچنيانو پر درسي موادو خورا ښه اغېز لري، سره له دې چې د ژبو او لوست په څېر ځينو درسي موادو کې يې اغېز لږ کم وي. دا په دې معنا چې بدني فعاليت يا ورزش پر ټولو درسي موادو مثبت اغېز پرېباسي.

د برتانيې په قونکة کې د قشتالة-لا مانچا پوهنتون څېړونکي ايوان کافيرو ريډونډو ويللي، چې «تمرينونه يا ورزش دماغو ته د وينې د سهي رسولو په مرسته پر مغزو اغېز کوي، چې په دې سره مغزو ته اکسيجن او غذايي توکي سم رسي، عصبي تړاو پياوړی کېږي او نيورونونو کې زياتوالی راځي».

څېړونکو زياته کړې ده، چې پر عصبي سيستم د ورزش د مثبت اغېز سربېره بدني فعاليت د ټول بدن روغتيا ته هم ستره ګټه رسوي.

ريډونډو وايي، چې کله چې کوچنيان د ورځني درس پر مهال د تفريح او بدني فعاليت لپاره وخت ترلاسه کړي، دا هغوی سره پر درس تمرکز او ښوونځي کې په ښه فعاليت کې مرسته کوي.

لیکوال:تميم ځاځی