بریتانیا له افغانستان سره د ۱۷۰مېلیونو پونډو مرسته کوي

بریتانیا پرون د دوشنبې په ورځ وروسته له دې چې د دې هېواد صدراعظمې ټرزا مې او نورو چارواکو د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په لندن کې وکتل، له افغانستان سره د ۱۷۰ مېلیونو پونډو په ارزښت بشري مرسته اعلان کړه.

د بریتانیا د نړیوالې پراختیا وزیر روري سټیوارټ په لندن کې وویل، په افغانستان کې بشري مرستې ته شدیده اړتیا ده.

یو شمېر هغه کورنۍ چې د وچکالۍ له امله د بادغیس،غور او فاریاب ولایتونو څخه هرات ته راکډه شوي دي.

د افغانستان د ولسمشر یوه ویاند صمیم عارف چې له ښاغلي غني سره د بریتانیا په سفر کې ملګری دی، ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د بریتانیا صدراعظمې ټرزا مې له افغانستان سره د بریتانیا د بشري مرستو ترڅنګ پر یو لړ نورو مسئلو هم خبرې وکړې.

د افغانستان ولسمشر لس ورځې وروسته پاکستان ته ځي چې له بریتانیا سره نژدې اړیکې لري او یو شمېر افغان کارپوهان فکر کوي چې ولسمشر غني به له بریتانیا وغواړي چې له خپل نفوذه په استفادې پاکستان د افغانستان په سوله کې رول لوبولو ته وهڅوي.

د ولسمشر غني ویاند صمیم عارف په‌ دې اړه وویل چې د افغانستان ولسمشر د بریتانیا له صدراعظمې او نورو چارواکو سره په خبرو کې پر پاکستان د بریتانیا پر نفوذ خبرې وکړي.

د تېرکال وچکالۍ د افغانستان د خلکو پر اقتصاد خورا منفي اغېز کړی دی.

د دغو وچکالیو له کبله په لکونو خلک د یوې ګولې ډوډۍ لپاره اړ شوي چې نورو سیمو ته ولېږدوي، خو په نورو سیمو کې هم څه نه‌شي موندلی.

خان چې د کورنۍ له ۱۵ غړیو سره کابل ته لېږدېدلی، وايي، په پلازمېنه کې هم د کار د کموالي له کبله د خپلو ماشومانو ګېډې نه شي مړولی.