پنجشنبه , 25 اپریل 2024

بشر حقونو سازمان: د افغانو نجونو د تعلیم په اړه شوې سروې نیمګړې پاتې شوې ده

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان یا هیومن رایټس واچ وايي، هغه ژمنه چې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر سقوط وروسته، د افغانو نجونو د تعلیم په اړه شوې وه، نیمګړې پاتې شوې ده.

د هیومن رایټس واچ په یوه خبرپانه کې ویل شوي چې د سې شنبې په ورځ به د افغانو نجونو لپاره د تعلیمي امکاناتو او وضعیت په اړه خپل نوی رپوټ خپور کړي.

دا رپوټ د “که ډاکتره نه شم، ته به ناروغ شې” تر عنوان لاندې خپرېږي چې په کابل، کندهار، بلخ او ننګرهار کې له لږ تر لږه ۲۵۰ کسانو سره د مرکو پر اساس جوړ شوی دی.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان وايي، په دې رپوټ کې يې تر ډېره حده د هغو نجونو خبرې ځای کړي چې ښوونځي ته د تګ امکانات یا اجازه نه لري.

په رپوټ کې ویل شوي چې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم لپاره هڅې کمزورې او په ځینې سیمو کې د له منځه تلو په حال کې دي.

د امریکا د متحدو ایالاتو د نړیوالو پراختیايي مرستو اداره وايي چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې او حکومت د ګډو هڅو په پایله کې نهه میلیونه او دوه لکه زده کوونکي په ښوونځیو کې درس وايي چې ۳۹ فیصده یې نجونې دي.