بلخ کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱۷ وسله وال وژل شوي دي

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي، افغان ځواکونو د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په بربر قلعه سیمه کې د هوايي بریدونو پر مهال ۱۷ وسله وال طالبان وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.