بندیانو ته مبایل وړونکې پیشو ونیول شوه

کوسټاریکا په یو زندان کې بندیانو ته د مبایل وړونکې پیشو ونیول شوه.

امریکا د لویي وچې په منځنۍ امریکا کې پروت دغه هیواد کې بندیانو د خپلو خلکو سره د اړیکي نیولو په موخه پیشوګانو ته داسې زده کړی ورکړي چې په زندان کې یې بندیانو ته مبایل وروړلو.

پولیسو، د زندان څارونکو او څارنوالانو د ډیرو کلونو د کوښښ وروسته پردې بریالي شول چې دا پیښه وڅاري، د څارنې وروسته یې پیشو نیولې او د مبایل خاوند یې هم د پوښتنو لپاره وربللی، د قانون او عدالت وزارت هم یوه ویډیو خپره کړی چې پیشوګانې د مبایل وړلو په حال کې لیدل کیږي.

مبایل به یې د پیشو غاړې او لاندې برخې د ویښتو پورې وتړلو، چارجر او نور شیان به یې هم د پیشو پورې پټ کړل، پیشو به هم په ډیر زیرکتیا سره مبایل خپل خاوند ته رسولو، خو څه وخت چې په شکي ډول پولیسو د پیشو د پلټنې غوښتنه وکړه نو مبایل یې ورسره ونیو.

لیکوال: پام وړ

کاپي ځلاندویب