بنګړي

لیکوال: اجمل پسرلی

له ریاضه تر کابله مې په الوتکه کې له کړکۍ وریځو ته کتل، تور بخونې وریځې اوښتې رااوښتې. میرمن مې بیا بیا په زړه راګرځیده. درې میاشتې مخکې یې په چاودنه کې د سترګو مخکې پلار وژل شوی و. ما ویل چې غم یې لرې شي نو د سرو زرو اته بنګړي مې ورته اخیستي وو، څلور به په یوه لاس کړي څلور په دا بل لاس.

په کومه ورځ چې چاودنه وشوه زړه مې کش شو. چاودنې ډیرې وي خو دا ځل مې لکه چې اروا شکه وه. ښځې مې څو ورځې خبرې نه راسره کولې په غم اخته وه، خیر خیرات و.

لمر هسک ولاړ و چې د کور ور مې وواهه. څوک مې نه و خبر کړي. په ټولو زیری و. شاوخوا مې سترګې غړولې چې میرمن مې وګورم له واده وروسته چې تللی وم بیا مې نه وه لیدلې. مور راته وویل:

-غم یې دروند دی د پلار په کور ده سړی به پسې ولیږو چې راشي

د چای پیاله مې په سر واړوله. مور مې ووته. حویلۍ ته مې وکتل. یوه سره چرګه په یوه پښه ولاړه وه. اسمان سپیره ښکاریده. د ګاونډي لور ته پر دیوال خړې خاورې ناستې وې. ما رنګ الوتې دروازې ته کتل.

په حویلۍ کې مې داسې څوک ترسترګو شو لکه خپله میرمن. دستي کښیناستم چې څوک مې ونه ګورې چې لار څارم. ښځه مې راغله، لوی پړونی یې پر سر و. د دروازې خواته په اړخ کښیناسته. پوښتنه مې پرې وکړه:

-د مور دې څه ناڅه غم سپک شوی؟

د دې په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې څه یې ونه ویل. بکسونه مې راکش کړل. بنګړي مې له بکسه راوایستل، ورته ومې وویل:

-دا څلور د یوه لاس دي او دا څلور دې هم دې بل لاس ته واچوه

دا په منډه له کوټې ووته. په چرت کې شوم. له دهلیزه د سلګیو غږ راغی پسې ورووتم. دا خپلې کوټې ته تیره شوه، پسې ورغلم. شایې راواړوله له ښي لاسه مې کش کړه څادر یې وښویده، په چاودنه کې د دې چپ لاس غوڅ شوی و. ما اته سره بنګړي د دې ښې لاس ته واچول.