چهارشنبه , 24 اپریل 2024

بهارت فلم او د هند لومړۍ لوبه

د نړۍ په لر و بر کې د سلمان‌ خان مینه‌ وال په ډېره لېوالتیا سره په تمه دي چې د «بهارت» په نوم د هغه نوی فلم ژر تر ژره پر سېنما نندارې ته وړاندې شي.

د بهارت فلم ډاريکټر یا لارښوود علي عباس ظفر وايي، په دې فلم کې د بالیووډ سينما وتلیو ستوریو، کترینه کیف، تبو، سونيل ګروور، جاکي شروف او دیشا پټاني مهم رول لوبولی دی او په راتلونکي اختر کې به نندارې ته وړاندې شي.

دی زیاتوي، په دې ورځ نه یوازې د سلمان‌خان مینه‌والو لپاره اختر دی، بلکې یو بل څه چې دا ورځ يې ډېره ځانګړې هغه د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې د هندوستان لومړۍ لوبه ده.

د بهارت فلم ډایريکټر علي عباس ظفر همدا راز وایي، د جون په پنځمه به له یوې خوا د بهارت فلم پر سينما نندارې ته وړاندې کېږي او له بلې خوا به هندوستان له جنوبي افریقا سره خپله لومړنۍ لوبه په بریا سره پیل کړي چې دا به د هندیانو لپاره ښه خوشالي راولي.