پنجشنبه , 25 اپریل 2024

بهسود ولسوالۍ اړوند بیز اکمالاتي سیمه کې کې ماین چاودنې له امله دوه تنه ټپیان شول

نن ماښام شاوخوا اته بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند بیز اکمالاتي سیمه کې په یو مارکیټ کې د ساحل په نوم د مبایلو په دوکان کې  ځای پرځای شوي ماین چاودنه کړې، چې له امله یي دوه تنه برسیرن ټپیان دي

ځایي اوسېدونکو انعکاس ته ویلي چې د چاودنې وروسته دوکان اور اخېستې اوبشپړ ډول سوزیدلی او سیمې ته اطفایې رسېدلی او اور یی مړ کړی دی

د پېښې مسولیت تراوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.