بي پي اېل سیالیو کې کومېلا له راجشاهي سره مخ کیږي

د بنګله دېش پریمیر لیګ کرکټ سیالیو کې د یکشنبې په ورځ دمه وه او لوبې ترسره نه شوې.

په یاد لیګ کې به د دوشنبې په ورځ د غرمې په ۱۲ بجو کومېلا ویکټورینس لوبډله له راجشاهي کینګز لوبډلې سره مخ شي.

او په پنځو بجو به چیتاګانګ ویکنګز لوبډله د ډاکا ډینامیټس لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

په ډاکا لوبډله کې حضرت الله ځاځی او درویش رسولي هم ورسره نوی یو ځای شوی دی او چیتاګانګ لوبډله کې شهزاد محمدي او نجیب الله ځدران لوبیږي، چې په ۲۲مه لوبه کې شهزاد د خپلې لوبډلې په ګټه ۳۳ او نجیب الله ځدران چې په لومړي ځل په روان لیګ کې د لوبېدو موقع ورکړل شوې وه په ۵ بالونو ۱۶ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتی شو.

د بنګله دېش پریمیر لیګ سیالیو کې د حضرت الله ځاځي او درویش رسولي اړوند ډاکا ډینامیټس لوبډلې ۵ لوبې کړي، چې ۴ یې ګټلي د جدول په لومړي مقام کې ځای لري.

چیتاګانګ ویکنګز لوبډلې هم له ۵ څخه څلور ګټلي او د جدول په دویم مقاکې ده.

کومیلا ویکټورینس په دریم او رانګپور رایډرس لوبډله یې په څلورم مقام کې ځای لري.

خبریال : نصرت الله عمرزی