بېوزلي او ناانډولي

لیکنه: هجرت الله اختیار

کابو د نړۍ د نفوس څلورمه برخه د ورځې له يو ډالر څخه په لږ عايد باندې خپل ژوند تېروي. د نړۍ نږدې نيم نفوس د ورځې له دوه ډالرو څخه لږ عايد لري. له دې څخه زموږ په نړۍ کې بېوزلي او ناانډولي ښه ترا جوتېداى شي. اقتصادپوهان له ډېر پخوا څخه په نړۍ کې بېوزلي او د بېوزلۍ بېلابېل عوامل لولي. د بېوزلۍ او د عواملو د لوستو لپاره يې لومړى اړينه ده چې د بېوزلۍ پر کچ کولو باندې پوه شو. له دې وروسته بيا د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د اوسېدونکو ترمنځ د ناانډولۍ پر کچ هم پوهېدل اړين دي. دا دواړه موضوعات د دې څپرکي عمده برخې جوړوي.

ښايي لوستونکيو ته هېښوونکي وي؛ خو حقيقت دا دى چې د نړۍ دوه سلنه (٢%) وګړي د نړۍ د نيمايي پانګې خاوندان دي او د نړۍ لس سلنه (١٠%) وګړي د نړۍ د (٦٩.٨%) پانګې خاوندان دي. موږ رښتيا هم په اقتصادي لحاظ په يوې ناانډوله نړۍ کې ژوند کوو.

د بېوزلۍ کچ او پرتلنه POVERTY MEASUREMENT AND COMPARISONS

دا مهال په نړۍ کې له بېوزلۍ سره د مقابلې لپاره نړيوال سازمانونه، حکومتونه او ناحکومتي ادارې Non-governmental organizations (NGOs) ټول هلې ځلې کوي. دوى د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره پاليسۍ جوړوي، ملاتړ يې کوي او هغو هېوادونو ته د مرستې لاسونه هم غځوي چې د بېوزلۍ قرباني وي. مهمه پوښتنه دا ده چې په نړۍ کې بېوزله څوک دي؟ موږ څنګه کولاى شو پر ځينو خلکو د بېوزله حکم وکړو او ځينې نور د بېوزلۍ له کتاره وباسو؟ موږ بايد په لاندې ډول د بېوزلۍ پر کچ ځان پوه کړو او په بېلابېلو هېوادونو کې د بېوزلۍ سطحه سره پرتله کړو:

د بېوزله کچ کول MEASUREING POVERTY

د بېوزلۍ د پېژندنې په پرتله د بېوزلۍ تشخيص اسانه دى؛ په ځانګړې توګه د افرادو د بېوزلۍ تشخيص؛ خو په څو ميليوني ټولنه کې د بېوزلۍ کچه معلومول اسانه نه دي. د بېوزلۍ د کچ کولو لپاره اقتصادپوهان له بېلابېلو لارو کار اخلي:

د سيمه ييزې بېوزلۍ معلومول LOCAL POVERTY ASSESSMENT

اقتصادپوهان فکر کوي چې په کليو او اطرافي سيمو کې نسبت ښاري سيمو ته بېوزلي زياته ده. په همدې خاطر د بېوزلۍ د کچې د معلومولو لپاره يوه لار دا ده چې په کليوالي سطحه له خلکو د بېوزلۍ په اړه پوښتنې کېږي. داسې چې په کلي او ماحول کې يې څوک غريب دى؟ موږ او تاسې پوهېږو چې په کليوالي سيمو کې غريب هغه څوک وي چې يا معيوب وي، ناروغ وي، يا هم هغه کورنۍ چې د کار روزګار څوک ونه لري، لکه کونډه ښځه چې اولادونه ورترغاړه وي. کله چې کليوال پر دې پوه شي چې دا پوښتنې د دې لپاره دي چې بېوزله کورنۍ د اقتصادي ملاتړ لپاره معلومې شي، نو موږ پوهېږو چې په دې صورت کې بيا ټول کلى ځان د بېوزلو په ليست کې ليکي؛ نو په دې خاطر د بېوزلۍ د معلومولو لپاره دا لار دقيقه نه ده ځکه له دې لارې د بېوزلۍ کچه يا ډېره لوړه راخېژي او يا هم ډېر ټيټه.

د اخيستونکې انرژۍ محاسبه Calorie Counting

د ورځې او شپې په جريان کې د اخيستونکې انرژۍ (پر کالوري) محاسبه د بېوزلۍ د معلومولو يوه بله لار ده. په دې لار کې په څلورويشت ساعتونو کې د انسان د اړتيا وړ انرژي محاسبه کېږي چې ورته رسېدلې ده او کنه. د بېلګې په توګه يو عادي انسان په هرو څلورويشتو ساعتونو کې دوه زره (٢٠٠٠) کالوري انرژۍ اخيستلو ته اړتيا لري. له دې لارې داسې محاسبه کېږي هغه انسانان چې په هرو څلورويشت ساعتونو کې له خپلو خوړو څخه دغه اندازه انرژي تر لاسه کوي، بېوزله نه دي، هغوى يې چې نه شي ترلاسه کولاى، بېوزله ګڼل کېږي. دا لار هم ځينې ستونزې لري، د بېلګې په توګه په ځينو ټولنو کې نارينه د ښځو په نسبت سخت کارونه کوي، نو هغوى ډېرې انرژۍ اخيستنې ته اړتيا لري. ځينې کورنۍ د خوړو منظم نظام نه لري، يوه ورځ ممکن داسې خواړه وخوري چې له دوه زره (٢٠٠٠) کالوري څخه زياته انرژي ولري، بله ورځ ممکن د دې اپوټه اوسي. بله دا ده چې د خوړو په انرژۍ او نرخونو کې تفاوت هم يوه ستونزه ده. د بېلګې په توګه که يوه کورنۍ يوازې دوه زره (٢٠٠٠) کالوري انرژي په پام کې ونيسي، نو کولاى شي چې هره ورځ وريژې او حبوبات وکاروي چې دا دواړه خواړه په نرخ ارزانه دي، خو د انسان بدن ته زياته انرژي ورکوي؛ خو ستونزه په دې کې ده چې ټول خلک نه شي کولاى هره ورځ همدا وريژې او حبوبات وخوري.

د بېوزلۍ کرښه PVOERTY LINE

د بېوزلۍ د معلومولو دا لار د (انرژۍ له لار) نه رابېله ده. د انرژۍ په لار کې موږ وويل چې هر څوک په شپه و ورځ کې دومره خواړه تر لاسه کولاى شي چې دوه زره (٢٠٠٠) انرژي د هغه د بدن لپاره توليد کړي، بېوزله نه دى. دا لار د دوه زره (٢٠٠٠) کالوري انرژۍ خوړو ته يو عام قيمت ټاکي او وايي هر څوک چې په شپه او ورځ کې دومره پيسې وګټي چې دوه زره کالوري انرژي لرونکي خواړه پرې وپېرودلاى شي، هغه بېوزله نه دى او که يې نه شي ګټلاى؛ نو هغه بېوزله دى. همدا په حقيقت کې د بېوزلۍ کرښه ګڼل کېږي. د بېوزلۍ د کچ کولو له دې لارې يو بل ټکى هم پيدا کېږي چې هغه د بېوزلۍ سرمحاسبه (Poverty Headcount) دى. د بېوزلۍ سرمحاسبه د يو هېواد په نفوس کې د هغو وګړيو شمېر ته کارېږي چې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. يا په بله مانا دا چې د هېواد د نفوس څومره کسان د دوه زره (٢٠٠٠) کالوري انرژۍ لرونکي خوړو د اخيستلو توان نه لري، دغه شمېر ته د بېوزلۍ سرمحاسبه ويل کېږي. کله چې موږ د بېوزله خلکو د شمېر او د نفوس د شمېر ترمنځ نسبت وموند، دې ته د بېوزلۍ د سرمحاسبې نسبت (Poverty Headcount Ratio) وايي. د بېوزلۍ د سرمحاسبې نسبت د نفوس پر شمېر د بېوزلۍ سرمحاسبه (يا د بېوزلو د شمېر) له وېش څخه لاسته راځي.

که چېرې د يو هېواد د نفوس شمېر ته N ووايوو او د بېوزلۍ سرمحاسبې ته د Q نوم ورکړو، نو د بېوزلۍ د سرمحاسبې نسبت Hداسې لاسته راځي: H=

د بېوزلۍ د کرښې په کارولو سره په يو هېواد کې د بېوزلۍ د کچې په معلومولو کې يوه ستونزه دا ده چې هره څومره انسانان ښاريان کېږي او يا هم د کرنې د کارونو بوج پرې کمېږي، د انسانانو د انرژۍ اخيستلو اړتيا هم ورسره راکمېږي. که په اطرافو او ښارونو کې موږ د يوې اندازه انرژۍ اخيستلو له قراره د بېوزله کچه معلومول غواړو، نو طبيعي ده چې په ښارونو کې به د اطرافو په نسبت د بېوزلۍ ګراف پورته وي. په کار خو دا ده چې اقتصادپوهان او څېړونکي په ښارونو کې د بېوزلۍ د کرښې معلومولو لپاره د انرژۍ کمه اندازه تعين کړي؛ خو دا کار هم اسانه نه دى، ځکه خپله د ښارونو ترمنځ هم په خوړو کې توپيرونه شته دي.

د حقيقت په توګه بايد ومنو چې د اطرافو په نسبت په ښارونو کې د بېوزلۍ کرښه کښته ده. د ښارونو اوسېدونکي زياتره لوستي وي، په سياسي او مدني لحاظ په بېلابېلو کړيو کې سره راټولېداى شي او بله دا چې د حکومت له ادارو او چارواکيو سره يې هم جغرافيوي واټن کم دى؛ نو ځکه خو د حکومتي پاليسيو تر محراق لاندې راځي او بېوزلي په کې دوامداره نه شي پاتې کېداى. د غوره زده کړو او د کار د پراخه امکاناتو له امله هم ښاريان له بېوزلۍ په اسانۍ راوتلاى شي، خو له بلې خوا د ښار د اطرافو په نسبت د ښار لوړ او اضافي لګښتونه لکه د کور کرايه، د برېښنا بېل، د ښاروالۍ د خدمتونو پيسې، د اوبو، ټليفون، انټرنېټ او ټلويزيون مياشتني لګښتونه او … هغه څه دي چې د ښاري اوسېدونکي اقتصاد تر تهديد لاندې نيسي.