تاجر باید څوک او څنـګه وي!!

لیکنه: الهام البـدري

تجارت (اخستل او خرڅول) د ژوند یو داسې ضرورت دی، چې انسان له پیدایښته تر مرګه ورته سخته اړتیا لري.

له تجارت او معاملاتو پرته ژوند ډېرو کړاوونو او تکاليفو سره مخ کیږي، دا چې تجارت د ژوند تر ټولو اهم ضرورت دی؛ اسلامي فقهې ورته مستقل باب ورکړی، د فقهې ترنیمایې زيات مسایل د تجارت او معاملاتو تر باب پورې تړلي دي.

قرأن او نبوي احادیث ځای په ځای د تجارت ذکر او تاجر ته لارښو ونې کوي.

الله جل جلاله مؤمنان په څرګندو ټکو د حرام مال، له ګټلو او خوړلو ایسار کړي.

فرمایي:«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ» سورة النساء، الآية [۲۹].

ژباړه: اې! ایمان والاوو! پخپلوکې په ناوړه او ناروا ډول خپل مالونه مه خورئ.

بل ځای فرمایي

«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَنفِقُوا مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ» سورة البقرة الاية [۲۸۵]

ژباړه: اې! ایمان والاوو! د خپل کسب او تجارت له مالونو څخه پاک او حلال مال د الله جل جلاله په لاره کې مصرف کړئ.

دغسې که نبوي لارښووونو ته ځیر شو، د انسانیت او بشریت ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ریښتوني او امین تاجر ډېره ستاینه کړېده، او جنت کې په داسې مراتبو یې زېری ورکړی، چې په نورو خلکو کې به، ډېرکم ورڅخه برخمن وي لکه

فرمایي: عَنْ أَبِى سَعِيد عَنِ النَّبِىِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: التَّاجِرُ الصَّدُوقُ الأَمِينُ مَعَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاءِ.أخرجه يَعْلَى. و”الدارِمِي” [۲۵۳۹]

ژباړه: ابوسعيد خدری رضي الله عنه له نبي علیه السلام څخه روایت کوي فرمایي: چې ریښتونی او امانت ګار تاجر به جنت کې له انبياوو، صدیقینو او شهداوو سره یو ځای وي.

امام الدیلمي او ابونعیم له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت کوي، فرمایي: چې صادق او ریښتونی تاجر به د قیامت په ورځ د عرش الرحمن د سیوري لاندې وي.

«عن أنس رضي الله عنه: التاجر الصدوق تحت ظل عرش الرحمن يوم القيامة» رواه الديلمي وابونعیم .

له پورتنیو احادیثو څخه په ډاګه شوه چې تاجر باید امین او صادق وي او دغه دوه صفات یې دتجارت له بنسټی اصولو څخه ګرځولي دي؛ ځکه له تجارت څخه د لاس ته راغلي مال حل او حرمت په یادو صفاتو ولاړ دی.

علامه نابلسي رحمه الله فرمایي: چې د «تاجر» په کلمه کې «تاء» په تقوا، «الف» په امین، «جیم» په جسور او «را»په رحیم دلالت کوي؛ نو تاجر باید متقي، امین، شجاع او رحم کوونکی وي.

تاجر باید د راکړې ورکړې په اهمو مسائلو هم خبر وي. د اسلام دویم خلیفه حضرعمر فاروق رضي الله عنه د خپل خلافت مهال یوازې هغو کسانو ته د تجارت اجازه وکوله، کوم به چې بیعې او شراء (اخستلو او خرڅولو) په مسایلو پوهېدل؛

ځکه په معاملاتو کې د حقوق الله تر څنګ حقوق العباد هم ضایع کیږي، له همدې کبله به ستر او نومیالي محدث امام عبد الله بن مبارک رحمه الله ویل: چې «یوه حرامه روپۍ له خپل مال څخه ویستل د یو لک (۱۰۰۰۰۰) حلالو رپیو له صدقې غوره ده.»

له امام محمد رحمه الله څخه یو شاګرد وپوښتل چې په زهد کې به دې یو کتاب لیکلی وای! نوموړی ورته وویل:

ما په بیع کې کتاب لیکلی او د بیعې مسایل زده کول په خپله زهد دی.