ترمیم شوی ژوند

لیکوال: انجنیر فرید احمد باوري

په نړۍ کې د څښتن تعالی (ج) ستر ستر نعمتونه زموږ او ستاسو لپاره دي، د هر ورځې روښانه لمر او ښکلي هوا الله (ج) زموږ لپاره د سترو نعمتونو څخه راکړي دي، ښايې تر اوسه مو نړۍ ته په سمه توګه نه وي کتلې او ژوند هسې په بې پروايې کې راباندې تیر شوی وي، خو اوس باید هر څه ته د ارزښت په سترګه وګورو راځئ خپل ژوند ترمیم کړو کمیانې يې پیدا کړو او د الله ج نعمتونو ته تر ډېره خوشحاله ژوند وکړو.

راځئ د نن ورځي شتون غنیمت وبولو او د همت ملا وتړو، زه څنګه کولی شم له خپل ژونده خوند واخلم او ژوند مې د ښه والي په لور ترمیم کړم، د دې کار لپاره ارواپوهانو لارې لټولې دي چې یو څو يې زه دلته درسره شریکوم:

ځان ته ارزښت ورکړئ:

که داسې کسان یاست چې خپل ځان ته په ارزښت نه یاست قایل نو هیڅ ژوند نه لرئ، خپل نظر، خپلې ایډیا او خپل انتخاب او ټاکنې ته ارزښت ورکړئ له خپل موقفه مودفاع وکړئ او ځان ته احترام ورکړئ د تقلید لکړه په هسک مېخ را ځوړنده کړئ او په هر څه کې د نورو پېښې مه کوئ، نه وایم چې هیڅ تقلید مه کوئ په دین کې تقلید له علماوو تقلید او له دینې مفکورو څخه په کلی ډول تقلید وکړئ. په خپل شاوخوا کې هغه کسان چې له تاسې سره مینه لري ځان ته معلوم کړئ او مینه ورسره ورلرئ او که وس مو وو تحفې سره ولېږئ، هڅه مه کوئ نور خلک ورټئ هر څوک له ځانه سره وساتئ هر کس د یو ځانګړي وخت لپاره کار ورکوي.

خپل روح ته مو قناعت ورکړئ

زموږفکر اوکار د ژوند لپاره دی موږ په بې ځایه چورتونو او فکرونو باندې سم فکر ته په ذهن کې هیڅ ځای نه پرېږدو، راځئ دې کار ته د پای ټکی کېږدواو ژوند ترمیم کړو ،یوازي په هغه څه کې فکر وکړو چې زموږ او زموږ په ټولنې پورې تړاو ولري، زړه ته مو ورننوزئ کینې او حسد ته د تل لپاره ځواب ورکړئ او په ځای يې د مینې او محبت نیالګي وکرئ چې په کم وخت کې به درته خوندوره ثمره او میوه درکړي. له سترګو سره مو تړون وکړئ چې د نړئ د پېښو منفي عکاسي به نه کوي او هر څه به مثبت را رسوي په دې سره به مو ژوند ښکلي او له خوندونو نه ډک وي.

ځان ته فارغ وخت پیدا کړئ

هڅه مه کوئ ټوله ورځ مصروف یاست ځان ته مو هم فارغ وخت ولرئ ، له ملګرو سره کینئ ، په پاک ډول مسجد ته ننوزئ او له خپل دین سره ځانګړې مینه ولرئ ځکه دیني چاري د سړي ذهني بوج کموي ذهني ګډوډيو ته مو د پای ټکی کېږدئ، او ارام ژوند وکړئ،

له ژونده خوند واخلئ

په ژوند کې لسګونه ارزانه او اسانه خوندونه شته چې باید واخیستل شي، او که تر اوسه مو نه وي اخیستي په دې برخه کې نیمګړي یاست او د ژوند دا برخه مو ترمیم کړئ ،له ژونده خوند واخلئ، د لمر لویده او لمر راخاته په خپله وګورئ، باران ته ودریږئ، پلی او لوڅې پښې مزل وکړئ، په خپل لاس د غریب او بېنوا کسان ملتیا وکړئ خپلې ټولنې ته د خیر کارونه ورسوئ، په عین عصریت کې د دین له کارونو سره محتاط ووسئ او له علماوو سره مجلوسونه جوړ کړئ د ژوند وړو برخو ته په بې ارزښته نظر مه ګوره.

موخې ولرئ

هر انسان باید د ځان لپاره ځانګړې موخې ولري او دې موخو ته د رسېدو لپاره په لارو چارو باید فکر وکړي، ښايې داسې انسانان به پیدا نشې چې موخې ونه لري، خو موخې باید څرګندې او واضیح وي، له خیالي موخو سره مخه ښه وکړئ او داسې موخې وټاکئ چې لاسته راوړل يې ممکن وي، داسې مه کوئ چې پنځه رزه افغانۍ معاش لري او په دری میاشتي کې ستاسو موخه یو موټر اخیستل وي.

د ( نه ) ویلو وړتیا په ځان کې پیدا کړئ

ځینې کسان دي چې چا ته د ځواب ورکولو وړتیا نه لري، له هر چا سره د (هو) سره ښوروي خو ډېرو کمو وعدو ته ځان رسوي، په عین حال کې د ټولو وګړو خوښ ساتل ناممکن کار دی، د دې پر ځای چې ته له خپل ملګري سره وعده وکړې او نه يې کړې پر ځای دا به غوروه چې مخته تر مخته ورته ځواب ورکړې.

جرئت ولرئ

جرئت لرل په حقیقت کې له ځان او خپل حق نه د دفاع لرلو په مانا باندي دی، زموږ په ټولنه کې ډېر داسې کسان ما لیدلي دي چې زیات څه يې زده وي خو د خلکو په مخ کې يې له ښکارولو ویریږي او جرئت نلري، جرئت مند کس ته کامیابي خورا اسانه کار وي دی په ځان کې د دې وړتیا لري چې خپله خبره په زغرده وکړي، هغه کسان چې جرئت لري په حقیقت کې پر نفس لوړ اعتماد لري او ځان ته پر احترام قایل دی، کوم کسان چې جرئت لري په ټاکلي وخت باندې د هرې مسئلې پر وړاندې مثبت یا منفي غبرګون ښيي او کوم کسان چې جرئت نه لري د هغوي پر وړاندي خلک مشکوک پاتي کیږي، خو له جرئت نه غلطه ګټه مه اخلئ دې ته جرئت نه ویل کیږي چې تاسې هر چېرته چیغي وهئ او هر ځای مو غالمغال پیل کړی وي، یا مو د مور، پلار او مشرانو په وړاندې د جرئت تر نامه لاندې بیرغ پورته کړی وي.