ترنبي ورورسته شهزاد محمدې هم په یو ورځینو سیالیو کې ۲۰۰۰ منډي جوړې کړې

افغان پیلوونکې توپ وهونکې شهزاد محمدې هم په یو ورځینو سیالیو کې ۲۰۰۰ منډی پوره کړې نوموړی تر نبي وروسته دوهم افغان لوبغاړی شو چې یادو منډو ته ځان رسوی

شهزاد محمدې په ۶۲ یو ورځینو سیالیو کې ۲۰۳۴ منډی لرې نوموړی تیره ورځ د زمبابوې په وړاندې سیالۍ کې د پنځوسیزې په پوره کولو سره خپلې منډې له ۲۰۰۰ څخه واړولې

شهزاد په دغو یو ورځینو سیالیو کې ۴ سیلیزې ۱۰پنځوسیزې ۲۳۸ څلوریزې ۴۱ شپږیزې ۴۷  کیچونه، او ۲۱ سټمپونه  یې تر لاسه سره کړي دي

که څه هم شهزاد یو کال له خپلې لوبډلې  هر راز سیالیو څخه لرې و خو داسې نه ویل کیدل چې نوموړی به د پخوا په څير لوبډلې ته راستون شي،خو اوس  د زمبابوې په وړاندې په سیریز کې د ښو لوبو کولو څخه ښکارې چې نوموړی د پخوا په څیر لوبه کولې شي او په یو کال بندیزیې  په توپ وهنه څومره چې فکر کیده تاثیر ندې کړي

شهزاد محمدې د زمبابوې په خلاف په څلورمه یو ورځینې سیالۍ کې یې د ۳ شپږیزو او ۱۰ څلوریزو پرمټ په ۷۴ توپونو ۷۵ منډې جوړې کړې چې خپلې منډې یې تر  ۲۰۰۰ واړولې

ودان مینوال