تر بریا ۱۵ گامه

ژباړه: شفیق امیرزی

کېدای شي په هغه لارو چارو چې بریالي کسان ځي تاسې نه وی تللي او یا هغه امکانات او اسانتیاوې چې ستاسې چاپیر بریالي ملګري یطې لري تاسې یې و نه لری، خو دا په یاد ولرئ چې بریا زده کېږي له بریالیو کسانو سره مو توپېر په دې کې دی چې هغه ځنې عادتونه لري چې هغوی یې بریا ته رسولي دي.

((بریا همدا ده د هوښیارتیاوو او افکارو یوځای کول))

د بریا لپاره ډېرې لارې چارې ښودل شوې دي دا پېنځلس هغه لارې دي چې کېدای شي ستاسې لپاره ښه عادت وګرځي او دا عادتونه تاسې بریا ته ورسوي.

۱ـ خپلو جامو ته پام کوی

مخکې له دې چې دفتر ته لاړ شئ، خپلو جامې وګورئ، تل مناسبې جامې واغوندی ځنې خلک فکر کوي چې جامې او ظاهر د سړي په شخصیت کې کوم ارزښت نه لري خو دا ډیره مهمه ده چې مناسب او پاکې جامې ولری، نه مو په ځان کې ډېرې لويې وي نه وړې، د دفتر او کاروبار نړۍ ټوله په جامو او ظاهر را څرخي که چېرې درنې او ښکلې جامې واغوندی نو خلک هم ستاسې سره له درنښته ډک چلند کوي.

۲ـ تل ځان بریالی وبولئ

د هر چا کړه وړه د هغه په شخصیت لویه اغېزه کوي هیڅکله داسې فکر مه کوی او یا داسې احساس مه کوئ لکه ماته خوړلي خلک تل ځان بریالی وبولئ، تل خپلې لاسته راوړنې په خپل ذهن کې را ګرځوی تل د ګیلاس نیمه ډکه خوا ووینئ له منفي فکرونو ځان و ژغورئ.

۳ـ تل ګروپي کار کوئ

بریا ډیرئ وخت د یوه ګروپي کار پایله وي، په فوټبال کې یو تن په یوازې ځان هېڅ وخت ګل نه شي وهلی خو کله چې نور ملګي لاس ورسره یو کړي هله کولی ي خپلې موخې ته ورسېږي، که په یوه ګروپ کې وی نو خپل کارونه په ښه توګه سر ته ورسوئ، او له نورو هم دا هیله ولرئ.

۴ـ په کار پسې و ګرځئ

هغه کس چې ښکار کوي پوهېږي چې ښکار ته څنګه ځای ونیسي څنګه نږدې ورشي او دې ته نورې پوښتنې تاسې هم تل په نوو کارنو او پروژو پسې وګرځئ هرڅه دو خت منګولو ته مه سپارئ، له هیڅ څه مه ډارېږي یوازې په بریا او نوو لارو چارو پسې ګرځئ.

۵ـ خپلې اړيکې پراخې کړئ

داسې و انګیرئ چې په یوه جلسه کې یئ، ستاسې ریس یوه مشوره غواړي تاسې به هرڅه پوهېږئ ځواب هم در سره شته خو نه مو خبرې او نه مو اندامونه د ویلو یاري درسره کوي نو دا دې سبب کېږي چې ستاسې اړیکي د کار په ساحه کې کمزوري شي، او همدارنګه که پراخې اړېکې ولرئ ستاسې ملګري په ډیر وي او ژر به خپلو موخو ته رسېږئ.

۶ ـ د کار پایله په یاد ولرئ

هر کار چې کوئ نو د هغې پایله په یاد ولرئ لکه غواړئ چې یو تجارتي شرکت جوړ کړئ کیدای شي چې په لومړیو کې له ستونزو سره مخ شئ خو کولی شئ د پایلې په نظر کې نیولو سره له دې ستونزې خلاص شئ د بېلګې په توګه ویلئ چې خیر که نن ستونزه لرم خو په پایله کې به زه یو ښه پانګوال او تکړه سړئ وم.

۷ ـ په موبایل کې خبرې کول سم کړئ

دا چې ستاسې دنده څه ده دا مهمه نه ده، خو کله چې له چا سره په موبایل کې یا په نېټ کې خبرې کوئ نو له هغه سره ډېر په درنښت خبرې وکړئ چې ستاسې سره غږیدونکی کس دا احساس و نه کړي چې تاسې یې خبرو ته پاملرنه نه کوئ د خبرو په وخت کې مه له بل چا سره خبرې کوئ او مه څه څښئ او خورئ.

 

۸ ـ نظم په کارونو کې خوند ډیروي

خپل کارونه منظم ګام په ګام مخ ته بوځئ، که پروژه لرئ او یا هم زده کړې کوئ خو هر څه باید په ډېره منظمه توګه پلان کړئ، او له پلان سره سم مخ ته لاړ شئ هم به له کارو خو ند واخلئ او هم به بریا ته ورسېږئ.

۹ـ یوازې انتقاد مه کوئ

ځنې کسان داسې دي چې یوازې انتقاد کوي، بل د هېڅ لوبې نه وي، تاسې باید له دې ډلې نه وئ، که مو د کوم چا تېروتنه لیدله او یا د انتقاد ځای وو نو هغه مه مسخره کوئ، په ځای او سمو الفاظو انتقاد ورباندې وکړئ او هم یې د سمو کارونو ستاینه وکړئ.

۱۰ ـ مودب و اوسئ

ښه خوی ولرئ، له خپلو ملګرو سره سم چلند وکړئ له احترام او محبته ډک چلند ورسره وکړئ تاسې به ډېر داسې کسان لېدلې وي چې تر تاسې مشران وي خو بیا هم ډیر په درنښت له تاسې سره چلند کوي. خپل رفتار او کړوړه اصلاح کړئ.

۱۱ ـ د ګرانو کارونو مسولیت ومنئ

کله کله سړی له ستونزو سره مخ کېږي د دې لپاره چې له ستونزو ځان وژوغورو، نو د کارونو په منځ کې کله د ستونزو د حل کولو مسولیت هم پرغاړه وخالئ سخت کارونه وکړئ آسانه کارونه به مو یو غوړپ اوبه وي بېل ګېټس وايي( تل ګران کارونه تمبلو کارکوونکو ته وسپارئ)(ژباړن)

۱۲ ـ د انتقاد په وړاندې

کله چې په تاسې انتقاد کېږي، په وړاندې یې ښه عکس العمل و ښایۍ، کله چې څوک نیوکه درباندې کوي نو لومړی وګورئ چې پر ځای ده او که نه، که پر ځای وه د حل لپاره یې لارې چارې پیدا کړئ او که پر ځای نه وو نو عکس العمل مه ښيي یوازې داسې ښکاره کړئ چې خبره مو یې و منله خو که خبره ډېره ترخه وه بیا کولی شی په ښو الفاظو له ځانه دفاع وکړئ، خو که پر ځای وو هغه با بېځه مه ګڼئ او د هغو خبرې عملي کړئ.

۱۳ ـ په یوه الګو بدل شئ

خپل کارونو تل داسې تر سره کړئ چې نوریې له تاسې زده کړي، که چېرې په پوهنتون کې یا کوم بل کار مصروف یی، د خپل کار په چاپيریال کې تل یوه نمونه و اوسئ.

۱۴ ـ زغم ولرئ

هغه خلک چې فکر کوي بریا سبا ده یا څو ورځې وروسته دا سمه نه ده، آن هغه کسان چې ډېر بریالي دي هغوي هم بریا ته تر رسېدو یوه نړۍ ستونزې ګاللې دي نو زغم، او وخت د بریا راز دی.

۱۵ ـ نوي څه زدکړئ

کوښښ وکړئ د خپل کار په چاپير کې نوي ومالومات ترلاسه کړئ له نوو پرمختګونو ځان خبر کړئ، که تل د خپلې پوهې کچه لوړه کړی، نو حتما به تر نورو بریالي وی.

که پورته ټکي په ځان عملي کړئ ډیر ژر به د یوې مثبتې پایلې برخمن شئ