پنجشنبه , 25 اپریل 2024

تر دې وروسته به ستاسې ټلېفون تاسې پېژني

سمارټ ټلېفونونه هم عجیبه کمالونه لري. له زلزلې د خبرولو په اړه یې تېره اوونۍ خبر شوئ، خو اوس یې يو کمال ولولئ.

اوس تازه یو داسې اپ جوړ شوی چې په سمارټ ټلېفون کې له انسټالېدو وروسته کولای شي چې ستاسې څېره وپېژني، خو په دې شرط چې موبایل مو انټرنیت ولري.

دا اپ ته چې کله تاسې خپل او یا هم د بل تصویر ورکړئ، په ټولو انټرنیټي پاڼو کې یې لټوي او درته یې ښيي چې دا تصویر د چا دی.

له دې پرته د دې شخص نور تصویرونه هم درښيي چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خپاره کړي وي.

د دې اپ کمال دا دی چې سیاسیون او ستوري خو سم‌دستي پېژني، خو هغوی هم ترې لېرې نه شي پټېدای چې لږ تر لږه یې دوه درې تصویرونه په انټرنیټ خپاره شوي وي.

همدا ډول له تصویر سره د مالوماتو یو لنډ ګراف هم درته ښيي او د یوه شخص په اړه پوره مالومات هم په لاس درکوي.

سرخط ورځپاڼه