پنجشنبه , 28 مارچ 2024

تصمیم د بري لومړی شرط دی

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د چا چې د يوې مفکورې تر عملي کولو وړاندې په سر کې بله مفکوره پيدا کېږي موخې ته نه رسېږي.

پرېکړه تر ټولو سخت کار دی، هغه که بيا برخلیک ټاکوونکې پرېکړه وي نو کول يې لا سختېږي. ویلیام جېمز وایي: «کله ناکله مجبور يو چې پرېکړه وکړو، خو نه شو کولی؛ ځکه وېرېږو چې غلطي ونه کړو». د لویو مسوولیتونو لرونکي کسان ډېری له همدې خبرې وېرېږي. دوی فکر کوي چې که اشتباه وکړي نو ناورین به رامنځته شي، په داسې حال کې چې داسې نه ده؛ ځکه اشتباه له انسانانو سره مله ده، خو هڅه باید وشي چې د تېروتنو کچه راټیټه شي.

پرېکړه څه ډول وکړو؟

د موضوع په تړاو پوره مطالعه وکړئ؛ له هوښیارو خلکو سره مشورې وکړئ او د خپل کار په اړه پوره څېړنه وکړئ. کله مو چې معلومات پوره شول نو وروستۍ پرېکړه وکړئ.

د پرېکړې پرمهال دوه زړي کېږی مه! که زړه نا زړه یاست، نو پوه شی چې خپلې پرېکړې ته هم وفادار نه یاست؛ ځکه وېره لری چې هسې نه په خپل کار کې پاتې راشی.

شکسپېیر وایي: «زړه نا زړه توب له موږ سره خیانت کوي».