چهارشنبه , 24 اپریل 2024

تمه ده، «Adobe» په ۲۰۱۹ کې د «iPad» لپاره د «فوټوشاپ» بشپړه نسخه وړاندي کړي

د «Adobe Creative Cloud» سافټوېر رئيس «سکاټ بېلسکي» تائيد کړه، چې ياد شرکت اوسمهال پر نويو «اپليکېشنونه» او د «فوټوساپ» پر يوه نوې او متفاوته نسخه کار کوي، چې په راتلونکې ۲۰۱۹ کال کې وړاندي کيږي.

«Adobe» کمپنۍ اوس په دې بوخته ده، چې د «Touch» ځيرکو وسايلو لکه: «iPhone او iPad» لپاره د «فوټوشاپ» د اساسي اپليکېشنونو وړ نسخې وړاندي کړي.

له دې جملې څخه «فوټوشاپ ايکسپريس» د لومړنيو انځورونو د تغيرونې او کوډونو جوړولو، «فوټوشاپ سکېچ» د انځورګرۍ او رنګولو او «فوټوشاپ مېکس» د څو لايه تصويرونو د جوړولو دندې اجراء کوي.

احتمال دی، چې دغه اپليکېشن به د «iPad» لپاره د «Photoshop CC» په نوم وي، ياد اپليکېشن به د «Lightroom CC» په څېر لوړه 9.99 امريکايي ډالره بيه ونه لري او په وړيا ډول به ډانلوډيږي.