پنجشنبه , 28 مارچ 2024

ته مې تصوير واخله چې څنګه راځي؟

لیکوال :  بصيرالحق عادل

پښتو معاصر شعر کې د تصوير په اړه لنډکۍ څېړنه

ځينې تصويرونه پر اور نه سوځي

ځينې خلک هيڅ د چا هېريږي نه

باقر

هنر ډېرې څانګې لري، څوک په يوه برخه کې کار کوي. يو شمېر يې بيا نورو برخو کې، خو د هنر هرې څانګې ته هنر ويلی شو.

زموږ ټولنه چې د درک او پوهې کچه يې تر نورو ټيټه ده، د هنر څو مشخصې څانګې ورته معرفي شوي دي، که د هنر په يوې بله، يا نا اشنا څانګه کې کار وکړې، نو دستي درته وايي دا وزګار دی، يا ترې کار ورک شوی دی.

ماته خپله د هنر هره څانګه په زړه پورې ده او هره برخه يې خپلې فايدې او مزې لري، خو داسې هم نه شي کېدلی چې يو هنرمند دې د هنر ټولې څانګې وپالي. که داسې وشي هم، نو کارونه به يې په زړه پورې نه وي.

زه خپله له عکس اخيستو، نقاشۍ او تابلوګانو سره ډېره مينه لرم. د مبايل ميموري مې هم له دغه ډول عکسونو ډکه ده. له عکس اخيستلو او خپرولو سره مې مينه دوې انګېزې لري. له يوې خوا څه باندې يوه لسيزه مې د بېلابېلو رسنيو سره کار وکړ، د دغه مسلک له مخې مې د عکس اخيستل او خپرول خوښېږي، بل پلو مې ذوق داسې جوړ دی چې عکسونه خوښ کړم.

که څوک د خبرو لپاره لغات ونه لري او يا خبرو ته د اظهار جامه نه شي ور اغوستلی نو د عکس اخيستل، عکس خپرول، عکس جوړل يې ښه لار ده.تصوير په ادب کې هم پالل شوی دی. په نثر او نظم کې د تصوير پر ښکلا خبرې شوي، د تصوير رنګونو باندې کمالونه شوي او حتی ډېری ليکوال او شاعران خو په عکسونو ميينان شوي دي.

يو تصوير و نه يې مخ و، نه يې سترګې

خو بس زړه مې پې اباد غوندې ساتلو

دغه راز يو بل بيت دی چې:

چې مُسکا پکې راغلي وي جانانه

يو تصوير رانه بې پامه غوندې واخله

د نذير سلطاني په نوم د يو شاعر بيت دی:

يوې خوږې ته مې لېږلی د مسکا تصوير و

بيا را ميينه شوه او بيا يې راته زړه وويلې

د تصوير سټايل، د عکس صفت او ستاينه، د تصوير ارزښت، عکس سره خبرې کول، د انځور سره شپه شبګېرول، انځور رسمول، د تصوير غوښتل، تصوير باندې اوښکې څڅول او په ټوله د عکس اړوند بې شمېره بيتونه د معاصرې دورې د شاعرانو شعرونو کې موندلی شو.

که غلط نه شم تقريباً د هر شاعر دويم غزل کې به خامخا د تصوير يادونه شوې وي.

زما يو بيت دی چې:

ماته نه کوي خبرې

په اور سوځم تصويرونه

موږ که د اوسنيو شاعرانو، په تېره بيا د زلمکيو شعرونه وګورو نو د تصوير په اړه به پکې بېلابېلې بېلګې وګورو. يو شمېر بېلګې په لاندې ډول دي:

تږی ګرځم ترېنه لپه اوبه نه څښم

نه چې وران شي په اوبو کې دې تصوير دی

(عبدالستار سعادت)

ما په اول ځل د يو چا تصوير کې ځان وليدو

ما په اول ځل د يو چا تصوير ته ډېر وژړل

(شاعر)

دا درته چا وې چې بدرنګه راځي؟

ته مې تصوير واخله چې څنګه راځي

(کاينات تنها)

د تصوير او عکس ارزښت څرګند دی، ځينې تصويرونه کتابونه کتابونه خبرې لري. لسيزې وړاندې د شربت ګلې په نوم د يوې افغانې ماشومې عکس واخيستل شو.

د دغې افغانې نجلۍ دغه عکس د عکاس او خبریال سټیو مک کري له خوا اخیستل شوی، چې په ۱۹۸۵ کال کې د ((نېشنل جیوګرافیک)) مجلې پر لومړي مخ چاپ شو، چې په ټوله نړۍ کې مشهور شو.

د ياد عکس ارزښت په دې کې وو چې د افغانانو د ژوند، غربت، حالاتو او څېرو ښه ترجماني يې کوله.

د شربت ګلې انځور دوه نورې ګټې هم ورسولې، يو فايده خپله عکاس ته ورسوله چې ټوله نړۍ کې يې مشهور کړ. دويمه ګټه يې خپله شربت ګلې ته ورسوله چې لومړی يې شهرت پيدا کړ او وروسته ورته کلونه کلونه د ژوند مصارف ورکول کېدل. او کله چې شربت ګله خپل هېواد ته راستنه شوه نو ولسمشر محمد اشرف غني لخوا يو کور هم ورکړل شو.

دا خپله د عکس د ارزښت يوه بېلګه ده.

په اوسني عصر کې، د سوداګرۍ، پرمختګ، اعلان او تبليغاتو لپاره عکس اخيستل مهم رول لري. اوس چې تر ډېره له تصويري، چاپي او پر ليکه رسنيو څخه ګټه اخيستل کېږي نو په دغو ټولو کې تصوير مهمه ونډه لري.

د تصوير ارزښت به تر پېړيو پېړيو ژوندی وي. موږ د پخوانيو د انځورنو د ليدو تلوسه لرو، د ډېرو لرغونو زمانو عکسونه هم پيدا کېږي، ارشيفونو کې خوندي وي او موزيمونو کې نندارې ته وړاندې کېږي. داسې عکسونه هم شته چې په ليدو يې له خلکو ځانګړې پيسې اخيستل کېږي. د پخوانيو انځورونه زموږ لپاره د هغه مهال د وخت او حالاتو ترجماني ده. زموږ د عصر عکسونه به راتلونکو لپاره جالب او د دوی پام به جلبوي.

تصوير زموږ د ادب ترڅنګ په ورځني ژوند کې هم مهم دی او تر ډېره مو کارونه پرې روان دي. په رسمي ادارو کې پر تصوير ډېر ټينګار کېږي. عکس پر پېژندپاڼه، پاسپورټ، ډيپلوم، ټرانسکريپت، سند، قباله، نکاح خط او نورو ډېرو مهم اسنادو باندې لګول کېږي او ټاپه پرې وهل کېږي.

د تصوير په اړه پورته څو کرښې مې په دې خاطر وکښلې چې پر ټولنيزو رسنيو کله کله د انځور سره د مينې په خاطر خپل او يا د ځينو شېبو عکسونه اخلم او خپرووم يې. ډېری ملګرو راباندې نيوکې وکړې، ويل يې عکسونه اخيستل او خپرول له تاسره خوند نه کوي. ته د پوهنتون استاد يې، بايد ليکنې او علمي مطالب خپاره کړې.

نو خبره دا ده چې لومړی خو د عکس اخيستل زما مسلک دی، زه د ژورنالېزم برخه کې له تېرې يوې نيمې لسيزې راهيسې کار کووم. د عکس اخيستو په اړه مې لسګونو ورکشاپونو کې ګډون کړی دی. مينه مې ورسره پيدا شوې، نو ځکه د ځينو ښو ځايونو، تاريخي سيمو، د ځينو شېبو او نور مهم عکسونه اخلم او خپرووم يې.

دوهم، د پوهنتون استاد هم د دې ټولنې وګړی دی، زما څخه که لوستي خلک د ليکنو او علمي مطالبو د خپرېدو تمه لري، يو شمېر نور راڅخه بيا دا هيله لري چې ټوکې ورته خپرې کړم. ځينو ډېرو راته ويلي دي، فقط اوږدې ليکنې خپروې يوه ورځ دې هم عکس خپور نه کړ. نو د ځينو عکسونو خپرول ښه دي.

ځوانان دې معاصر شعر کې د عکس پر رنګونو، انځورونو او نظم کې د عکس راوړلو پر سټايل څېړنه وکړي. زموږ اوسنيو شعرونو کې د تصوير ډېرې ښې بېلګې شته، که وپلټل شي د ډېرو هنري ذوق به خړوب کړي.