توتان د زړه په ناروغيو د اخته کېدا مخنيوی کوي

لندن کې د «کېنګ» پوهنتون څېړونګو د المان او هسپانيې د پوهنتونونو له پوهانو سره په ګډه په يوه ازموینه کې موندلې ده، چې د توتانو خوراک د زړه پر ناروغيو د اخته کېدو ګواښ کموي.

څېړونکو موندلې چې له توته جوړ د اوړي يخ مشروب د وينې رګونه روغ ساتي او د وينې له جريان سره مرسته کوي.

د ډيلي ميل له راپور سره سم څېړونکو د دې جوس يا مشروب له څښلو وړاندې د ګډونوالو تشې متيازې او وينه معاينه کړل، له مشروب څښلو وروسته يې هم معاينه کړل او يوه ورځ باد يې بيا معاينه کړل.

پايلو وښوده چې کومو ګډونوالو چې د توت مشروب څښلی و، دوه ساعته وروسته يې شريانونه د وينې د خوټېدا (FMD) له امله پراخ شول، دا هغه پراختيا ده چې شريانونه يې د وينې د پمپ له زياتوالي سره پيدا کوي او دا ښيي چې د وينې رګونه له داخله روغ دي.

څېړونکي په دې باور دي، چې که توتان دا توان لري چې د کافي مودې لپاره په شريانونو کې بدلونونه راولي، نو دا ۱۵ سلنه د زړه پر ناروغيو د اخته کېدو ګواښ را کموي.

څېړونکو ټينګار کړی چې سره توتان بيا له نورو ګټور دي.

کاپي ځلاند