تودو اوبو کې د پښو ایښودل؛ ستړیا ختموي، عصاب اراموي او وینه تازه کوي

ژباړه: مریم محمدي

له یوې آسانې او ساده لارې تاسو کولی شئ چې یوه آرامه او نه ستړکیدونکې ورځ ولرئ، هغه ساده لار دا ده چې په ګرمو اوبو کې خپلې پښې کیږدئ.

ډاډه اوسئ چې د دې کار له لارې غوره احساس به وکړئ.

په ګرمو اوبو کې د پښو یښودل د پوستکي ناروغي، د عضلاتو درد، د پښود زخم زر ښه کیدل او د مکروبونو د له مینځه وړولو تر څنګه ګڼې نورې ګټې هم لري.

کله چې نا راخته وۍ، یو لګن اوبه ګرمې کړئ، بیا مو پښې په کې کیږدئ، په هماغه لحظه کې چې پښې مو ګرمو اوبو ته یوړې نو په تاسو کې به د آرامتیا احساس پیدا شي.

په ګرمو اوبو کې د پښو یښودل ګُردو ته ګټه لري. که چیرې د شپې ۹ بجې په ګرمو اوبو کې پښې کیښودل شي دا ګُردو ته د انرژي ورکولو سبب کیږي. څیړنو ښودلې چې په دې وخت کې د ګردو انرژي کمه وي.

په ګرمو اوبو کې د پښو غوفه په بدن کې د وینې د تازه کیدو سبب هم کیږي، دا د دې لامل کې کیږي چې ستړیا موله مینځه لاړه شي، بدن مو آرامه شي او یو ښه خوب هم ولرئ.

په ګرمو اوبو کې د پښو ایښودل د یو انرژي لرونکي سهار لامل کیږي. هر کله چې سهار په ګرمو اوبو کې پښې کیږدئ، نو تاسو سره د یوې انرژي لرونکې ورځ لپاره پوره مرسته کوي.

په سهار کې د پښو ایښودل په ګرمو اوبو کې په رګونو کې د ویني د ډیریدو سره کمک کوي. په همدې حال کې د بدن د غړو په فعالیت پوره اغیزه لري، همدارنګه د عصبي سیستم په تقویه کیدو کې رول لري چې دا پخپله د یوې آرامه ورځ لرولو لپاره یوه ښه زمینه برابره وي.