تولیدي یا زایشي ژبپوهنهGENERATIV GRAMMER))

لیکنه: ملیحه ناصري

تولیدي یا زایشي ژبپوهنه چې د نوام چامسکي او د هغه د پلویانو مکتب دی په (۱۹۵۷زېږدیز)کال کې کله چې چامسکي خپل د ژبپوهنې اړوند کتاب د (نحوي جوړښتونو) په نوم خپور کړ رامنځ ته شو.

دغه ژبپوهنه له امریکايي ساختارګرا(جوړښت پالونکې)[1] ژبپوهنې څخه زېږېدلې ده،مخکې له ساختارګرايي ژبپوهنې څخه د فردیناند دي سوسور (صورت ګرا)[2] ژبپوهنه وه.نوام چامسکي د امریکايي ژبپوهنې روزل شوی ژبپوه دی؛خو دی پخپله د ژبپوهنې په ډګر کې د یو بل انقلاب موسس ګڼل کیږي.انقلاب دا معنا چې ده د ژبې د ښه پېژندلو لپاره هغه بنسټيز اصول جوړ کړل کوم چې امریکايي ساختارګرایانو(جوړښت پالونکو) لکه (بلوموفیلډ) په نظر کې نیولي ول.بیا هم د تولیدي ژبپوهنې او ساختارګرايي ژبپوهنې چې تر دې وړاندې موجوده وه ځينې مشابهتونه(ورته والی) شته.چې وروسته يې یادونه کوم.

امریکايي ساختارګرا نظریه یوه صورت ګرا نظریه هم وه.د صورت ګرایانو لپاره د صورت،فورم،بڼې یا شکل په نظر کې نیول ډېره با ارزښته موضوع ګڼل کېده؛خو پروړاندې يې ساختارګرايي کې معنا اعتبار نه درلود.دا خبره ددې معنا نه لري چې ساختارګرایانو معنا پوهنه نه منله؛هغوی پر دې اند ول چې تر اوسه يې د صوري معنا یا د معنا د شکل په اړه پوهه نده بشپړه شوې نو تر هغو به معنا نه څيړي.

ساختارګرایانو په (رفتارګرا)[3] یا هغه ارواح پوهنه باندې ډېره عقیده درلوده چې کړنو یا رفتار ته به يې پام کاوه.یعنې هغه څه چې محسوس او ملموس ول یا به درک کېدل.معنا دا چې پر انتزاعي (ABSTRACT)پېښو باندې يې اعتقاد نه درلود؛لکه تفکریا فکر کول اصلاً له ځان سره خبرې کول دي چې نه محسوس دي نه ملموس.هغه وخت به دا له انتزاعي چوکاټ څخه راوځي چې تفکر پر خبرو بدل شي،احساس او درک شي.یعنې عینیت(OBJECTIVITY) وموندي.ځکه نو دوی پر معنا باندې باور نه درلود،هغه يې یوه انتزاعي موضوع ګڼله.د دوی فوکس یا تمرکز د ژبې پر جوړښتونو باندې و او ژبني توکي به يې تجزیه کول.همدا لامل و چې د دوی کار اوږد شو او تر غونډلې یا جملې ونه رسېدل.

په(۱۹۵۷ز)کال کې په دغسې شرایطو کې چامسکي شاګر زلیګ هریس خپل(نحوي جوړښتونه)کتاب خپور او خبره يي تر غونډلې یا جملې ورسوله.

هغه اړین ټکي چې په دغه ژبپوهنه کې دي دلته يې بیانوم:

۱-تولیدي ژبپوهنه(IMMANENT) اصل پالونکې ژبپوهنه ده.اصل پالونکې ژبپوهنه او اصل پالونکی ژبپوه ژبه له فرهنکي او ټولنیزو اړیکو پرته تر څېړنې لاندې نیسي.یعنې یوازې ژبه؛نه دهغې فرهنګي،ټولنیزې او نورې اړیکې.

د چامسکي د دغې ژبپوهنې پر وړاندې یوه بله ژبپوهنه منځ ته راغله چې نقش ګرا۱ نومیږي. منشا يې د پراګ مکتب او تر ټولو مهم نظریه ورکوونکی يې هلیډي دی.دوی پر دې پوره باور لري چې ژبه د ټولنیزو اړیکو وسیله ده.دوی یوازې هغه وخت ژبه مطالعه کوي چې فرهنګي او ټولنیزې اړیکې اغېز پرې وښندي.او دغسې ژبپوهانو ته تعالي ګرا۲یا (TRANSCENDENTAL)ژبپوهان وايي.

چامسکي د ژبې منشا د انسان فطرت او ژنیتیکي عوامل ګڼي.کله چې دی وايي ژنیتیکي عامل دی نو باید په ټولو انسانانو کې یو ډول وي.ژبې يې یو ډول او مشابه وي.له همدغه ځایه چامسکي د ژبو د یووالي مساله یادوي.دی وايي کوم شی چې ژبې يې سره بېلې کړي دي هغه د ژبو بېلوونکي(خلک)دي.

۲-د چامسکي په نظر دغې پوهې ته لاسرسی ذاتي دی.دغه پوهه په ټولو انسانانو کې ګډه ده ؛ځکه يې تولیدي ژبپوهنه ګڼو.تر دې مخکې سوسور د ژبنیو توکو ډلبندي کړې وه.چې پر(وینا،ژبه،نطق)باندې يې ویشلي و.د سوسور او چامسکي توپیر دا و چې سوسور د ژبې نظام څېړه او چامسکي نطق څيړي(یو ماشوم څنګه کولای شي د ژنیتیکي پوهې په مرسته ژبه زده کړي.)

 

۳-په دغه ژبپوهنه کې ځانګړې ژبه نه څېړل کیږي بلکه خپله،ژبه تر څېړنې لاندې نیول کیږي.

۴-دغه ژبپوهنه نحوې ته ډېر پام کوي او وايي چې ژبه له N تعداد غونډلو څخه رغېدلې ده.

۵-تولیدي ژبپوهنه خپله فلسفه رشنالیزم۳ یا عقلاني فلسفې ته رسوي.

۶-دغه ژبپوهنه صورت ګرا هم ده.

۷-ژبني توکي یو له بله جلا کڼي.

۸-د چامسکي په نظر د تفکر،هیښتیا،منطقي استدلال،ادراک،وینا،اوږد مهاله حافظه او د او د نطق قوې مستقلې یا خپلواکې دي.

له۱۹۵۷کال څخه تر ۱۹۶۳-۱۹۶۴کلونو پورې چامسکي هم معنا ته چندانې پام نه کاوه.خو وروسته يې پام شو چې معنا او معناپوهنه په تولیدي ژبپوهنه کې اړتیا ده.

۱ــ صورتگرا ژبپوهنه: ژبه له ژبیو او ټولنیزو اړیکو پرته تر څېړنې لاندې نیسي.

او نقش ګرامر ژبپوهنه د دوی پر وړاندې را پیدا کېږي.

۲ــ ساخت ګرا ژبپوهنه: یوه نظري ژبپوهنه ده او ژبه د یوه نظام په حیث (توګه) مطالعه کوي. فردیناند دي سور سور د دغې ژبپوهنې سرلاری ګڼل کېږي.

امریکایي ژبپوهان لیونارد، برموفیلد  او پلویان یې هم په امریکا کې ساخت ګرایان بولي.

۳ــ نقش ګرایا کارګرد ګرا ژبپوهنه:

یوه نظري ژبپوهنه ده چې د صورت ګرا ژبپوهنې پر وړاندې را پیدا شوه او ټینګار کوي چې ژبه له ژبنیو او ټولنیزو اړیکو سره باید مطالعه شي.

 

او سرلاری یې مایکل هلیدي نومېږي.

۴ــ تعالي ګرا:

د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې د امریکا د فرهنګ او ټولنې پر وړاندې په مذهب، فلسفه او هنر کې دغه مکتب را منځته شو.

۵ــ رفتارګرا د دغه څېړونکي په دې باور ول چې په شخصیت پېژندنه کې باید له ذهني و علیلي روشونو، طرزونو تېر شو او کړنو یا رفتار ارزښت ورکړو.

او په شپېتمه لسیزه کې دوو پلویانو يې د کتز او فودور په نومونو باندې د تولیدي معناپوهنې په اړه لومړني نظرونه ورکړل.په معیار کې د غونډلې یا جملې او د معنا تر منځ اړیکه غیرمستقیمه او په تولیدي ژبپوهنه کې مستقیمه ده.

نو تولیدي ژبپوهنه هغه ژبپوهنه ده چې وايي د ژبې زدکړه ژنیتیکي عوامل لري.یعنې د انسان په جنونو کې د ژبې د زدکړې وړتیا په ارثي یا ذاتي توګه موجوده ده.انسان په فطري ډول ژبه زده کوي او دغه استعداد يې په فطرت کې نغښتی دی.

۱-:یوه نظري ژبپوهنه ده چې ژبه د یو نظام په توګه مطالعه کوي.فردیناند دي سوسور د دغې ژبپوهنې سرلاری ګڼل کیږي.امریکايي ژبپوهان لیونارد بلوموفېلډ او [i]پلویان يې هم په امریکا کې ساختارګرایان بولي.

۲-ژبه له ژبنیو او ټولنیزو اړیکو پرته تر څېړنې لاندې نیسي.نقش ګرا ژبپوهنه د دې پروړاندې را پیدا کیږي.

۳-د دغې مکتب څېړونکي پر دې اند دي چې د شخصیت پېژندلو یا د یوه ژوندي موجود د پېژندلو لپاره دا اړینه نده چې د هغه داخلي حالات وڅېړل شي؛لکه:فکر کول.یوازې د هغه د بهرنيو یا بیرونیو حالاتو څېړل بسنه کوي؛لکه .

[1]– یوه نظري ژبپوهنه ده چې ژبه د یو نظام په توګه مطالعه کوي.فردیناند دي سوسور د دغې ژبپوهنې سرلاری ګڼل کیږي.امریکايي ژبپوهان لیونارد بلوموفېلډ او پلویان يې هم په امریکا کې ساختارګرایان بولي.

[2] – ژبه له ژبنیو او ټولنیزو اړیکو پرته تر څېړنې لاندې نیسي.نقش ګرا ژبپوهنه د دې پروړاندې را پیدا کیږي.

[3] – د دغې مکتب څېړونکي پر دې اند دي چې د شخصیت پېژندلو یا د یوه ژوندي موجود د پېژندلو لپاره دا اړینه نده چې د هغه داخلي حالات وڅېړل شي؛لکه:فکر کول.یوازې د هغه د بهرنيو یا بیرونیو حالاتو څېړل بسنه کوي؛لکه :ژړل.