ثبات ګوند:که هند افغانستان دګاونډیانوله شره ژغوري اټمي انرجي دي ورکړي

 

له هندڅخه دافغان کارپوهانو(ثبات ګوند)غوښتي که هند له افغانستان سره رښتنې مینه اومرسته کونکي ملګریتا غواړي نوافغانستان ته دې اټمي ،طبي اوبرېښنايي انرجي ورکړي ،هغوی لیکي چي افغان پوځيانوته دي په اټمي انرجۍ کې په نړۍ واله سطحه لوړې زده کړې ورکړې ترڅو داهیواد دګاونډیانوله شره دتل لپاره خلاصون ترلاسه کړي.

یادې سرچینې لیکلی چي دوی دافغانستان دثبات اوسولې ټولې لارې چارې مطالعه اویاپه سرسترګولیدلې چي هسي نمایشې اودپردیودګټ لپاره ترسره کیږي ،هغوی وايي چي بهرنیان اوګاونډیان هیڅکله سوله اوثبات نه غواړي،بایدخپله دسولې اوثبات لپاره له ښکیلوجګړیزوقوتونو اوګاونډیانویادوستانوڅخه استفاده وکړو.

افغان کارپوهانو یوې ډلې (دسولې اوثبات ګوند)دوروستۍ پرېکړې په اساس له هنده غوښتي چي په دې هیواد کې دسولې اوثبات لپاره ترټولوښه لاره افغان هیواد ته داټمي انرجۍ نقل ورکول دي اوپه دې اړه افغان پوځ کې تخنیک کاران روزل دي ،ترڅوافغانان وکولای شي دګاونډیانوله شره ځان خلاص شي.

دوی وايي هغه هیواد چي اټمي توغندۍ اوپوځې قوت لري ،هیڅکله دچا له یرغل اوتیري څخه ګواښ شوي نه دي اونه هم دنورې نړۍ پوځي مرستواو اشرته اړ شوي دي،دوی وايي چي افغانستان یواځنی مشکل همدادی چي داټمي قوتونوپه مینځ کې ایساردی ،چي تل یې اټمي قوتونه دمیدان په ډول کاروي.

دثبات ګوندله افغان اوهندي چارواکوغوښتي چي د دوی مشورې ته دې درناوی وکړي اوپه دې اړه دې خپل ټول تاریخي خط سیرپه پام کې ونیسي چي یواځنۍ لاره قوت دی ،خودپوځ ډیرولو اوبهرنیانو په راغوښتلو افغان حکومت په پښونه شي درېدلای، دافغانستان دثبات ګوند غړویوه اوږده توافقنامه لاسلیک کړي چي په هغه کې یې له افغان اوهند دولت څخه دهمږغۍ اصلي موخي غوښتنې کړې چي دالیک په ۲۲مادو مشتمل دی،کیدای شي په دې وروستیوکې یې دنشراتوپه پرده خپورکړي،خوموږ یې دلته یواځې د دې یوې مادې دنشرغوښتنه وکړه چي نوربه په بشپړه ډول وړاندې کړو.

دې لیک کې له روسیې دافغان دولت نژدي کیدل له چین سره داقتصادي ودې غوښتنه باندې هم ټینګارشوی دافغان پولولپاره دهندپوځیانومیشت کیدل،دافغان علماء سترغونډه رایوځای کول اوداسي نورې مادې رایوځای شوې دي.

مجید پوبل دګوندمطبوعاتي ویاند امریکا.

کاپي :خبریال