پنجشنبه , 25 اپریل 2024

جرمني د رد شوي افغان پناه غوښتونکو دبیرته راشړلو لړۍ چټکه کړي

د نویو مقرراتو په لړ کې نن په یوه دربست یا چارتر الوتکه کې ۵۰ افغانان کابل ته لېږل کېږي.

دا به درېمه الوتکه وي چې له جرمني څخه افغانستان ته پناه غوښتونکي وړي.

جرمنی دا اعلان په داسی حال کې وکړ چې طبي معاینو وښودله چې په جرمني کې د جنسي تېري او قتل په تور یو تن نیول شوی افغان، چې خپل عمر یې ۱۷ کلن ښودلی و، ۲۲ کلن دی.

د جرمني کابینې پرون فیصله وکړه چې د لسګونو زره رد شویو افغان پناه غوښتونکو د بېرته لېږلو پروسه باید چټکه شي.

د نویو مقرراتو له مخې به، د جرمني د مهاجرت ادارې کاروکوونکي اجازه لري چې د هغو کسانو ټېلفونونه چک کړي چې د مهاجرت غوښتنلیکونه یې دې ادارې ته سپارلي دي.

دا کار به د مهاجرت له ادارې سره مرسته وکړي چې د پناه غوښتونکي اصلي هیواد ومومي.

جرمني ته له ۲۰۱۵ تراوسه پوري څه باندې یو ملیون تنو پناه وړې ده.