پنجشنبه , 18 اپریل 2024

جلال اباد ښار بهسودو پل ته څېرمه درې پرله پسې چاودنې شوې

عیني شاهدان وايي، چې د چاودنو له امله ۵ کسان ټپیان شوي

دویم تعقیب

جلال اباد ښار بهسودو پل ته څېرمه درې پرله پسې چاودنې شوې

د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند فوټبال لوبغالي سره نږدې څلور لارې ته څېرمه دریو پرله پسې چاودنو شپږ تنه ټپیان کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼۍ وایي؛ د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند فوټبال لوبغالي سره نږدې څلور لارې ته څېرمه کشف شويو چاوديدونکو توکو ته امنيتي ځواکونو لومړۍ چاودنه ورکړه.

همدا راز دويمه چاودنه د يادې سيمې د چوک په ګلدان کې د اېښودل شوي غږيز ماين له امله رامنځته شوې، چې يو کس برسيرن ټپي شوی دی نور زيان نلري.

دغه راز درېيمه چاودنه په ياده سيمه کې په ريکشا کې د ځای پر ځای شويو چاوديدونکو توکو له امله شوې، چې له وړاندې د ملي امنيت موظفينو له لوري په همدې ځای کې کشف شوې وه، چې غږ يې لوړ و؛ خو زيان نلري.

د خوګیاڼي په وینا په ټپیانو کې یوتن بیستر شوی او پاتې پنځه نور ټپیان له لومړنۍ درملنې ورسته کورنو ته رخصت شوي.