سه شنبه , 23 اپریل 2024

جلال اباد ښار کې د امنیتي ګواښونو له امله تسلیمه کاکړ روغتون کاربندیز

جلال اباد ښار کې د تسلیمه کاکړ په نوم د یوه خصوصي روغتون کارکوونکو د امنیتي ګواښونو له امله کاربندیز اعلان کړی دی.

ددغه روغتون کارکونکي، چې خپل کاري او طبي وسایل یې له روغتونه د باندې ویستی، وايي، که حکومت ددوی امنیت تامین نه کړي، نو دوی خپل ټول خدمات ودروي او خپل ټول کاري او طبي وسایل به وسوځوي.

جلال اباد کې روغتیا پالان وخت ناوخت د امنیتي ګواښونو له امله کاري اعتصابونه کوي؛ خو ددوی په وینا حکومت تر اوسه ددوی د امنیت په اړه کوم کار ندی کړی.