جلال اباد ښار کې د ګاز ډبې چاونې پنځه تنه ټپیان کړل

چاودنه د چپرهار زړې هډې ته څېرمه په یوه هټۍ کې رامنځ ته شوې، د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر وايي، چاودنه کې د هټيوالو په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي دي، په همدې حال کې د پېښې په سيمه کې هټيوال وایي چې یادې پیښې ورته زیات مالي زیانونه اړولي دي.