چهارشنبه , 17 اپریل 2024

جنرال رازق وایي، د کندهار پېښې څېړلو لپاره د سکاټلنډ یارډ پولیس دغه ولایت ته رسیدلي

د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق وايي، دکندهار دخونړۍ پېښي دپلټنې په موخه له عرب پلټونکو سره سکاټلنډ یارډ پولیس هم دغه ولایت ته رسېدلي‌دي‌

جنرال رازق تېرماښام په کندهار کې خبریالانو ته وویل، د سکاټلنډ یارډ په نوم د بریتانیې پولیسو دغه ډله تېره ورځ کندهار ته راغلې او د پېښې په څېړلو یې پیل کړی دی.

د کندهار پېښې څېړنې لپاره د متحده عربي اماراتو، د ولسمشر غني د سلاکار محمد داوود گلزار او د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ پلاوي دغه ولایت ته تللي او څېړنې کوي.

تراوسه  د یاد برید په تړاو اوولس کسان نیول شوي، چې ډېری یې امنیتي ځواکونه او د کندهار د ولایت کارکوونکي دي.

. جنرال رازق د عرب اماراتو د دغه وروستي‌ پلاوي او بریتانوي پولیسو دشمېر په اړه څه ونه ویل ، خو ټینګار کوي چې دا پېښه جدي څېړل کېږي سکاټلنډ یارډ په نوم پولیس هغه پلټونکې ډله ده چې په ټوله نړۍ کې دناندریزه پېښو د څېړلو لپاره ور بلل کېږي‌ او دوی دا وړتیا لري‌ چې دپېښي تر اصلي‌عاملینو پوري‌ رسېدلای شي . دکندهار ناندریزه پېښه چې شاوخوا (۹)‌ورځي وړاندي وشوه ،  چې په افغانستان او نړۍ کې غبرګونونه او اندېښنې را وپارولې.

د افغان دولت او متحده عرب اماراتو تر اوسه ۳ پلاوي کندهار ته تللي. که څه هم دسکاټلنډ یارډ پولیس دافغان دولت په غوښتنه دکندهار دپېښي دڅېړلو لپاره نه دي‌ تللي‌، بلکه دا پولیس د عرب اماراتو په تحقیقاتي پلاوي کې تللي دي.

 

 

د کندهار د والي پر مېلمستون برید کې د کندهار والي همایون عزیزي او د متحده عربي اماراتو سفیر جمعه الکعبي ټپیان شوي وو  او په وژل شویو کې د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي، د بهرنیو چارو رییس شاه احمد سعید، په امریکا کې د افغان سفارت ډیپلومات ډاکټر یما قریشي، په ولسي جرگه کې د جوزجان د خلکو استازی باز محمد جوزجاني، په مشرانو جرگه کې د فارياب سناتور سراج الدين سفري، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره زوی هاشم خان کرزی، د متحده عربي اماراتو ۵ تنه ډيپلوماټان او د هغوی افغان ژباړن وژل شوي وو.