جنسي غښتلتیا لپاره تر ټولو گټور خواړه

 

په ژوند کې د یو شمیر لاملونو له امله لکه ذهني فشار، په ځان باور نه لرل او خپگان په انسان کې د جنسي کمزورۍ لامل گرځي. که چیرې گومان کوئ چې جنسي ځواک مو کمزوری شوی نو د درملو له کارولو  وړاندې د هغو خوړو په اړه مطالعه وکړئ چې جنسي غښتلتیا لپاره ډیر  گټور دي.

دلته مو له یو شمیر هغو خوړو سره چې په دغه برخه کې د پام وړ مرسته کولای شي اشنا کوو:

۱- چاکلېټ

په دې کې  شک نشته چې چاکلېټ خوړل یا ککاو (Cacao) څښل گڼې روغتیايي گټې لري او انسان له مختلفو وژونکو ناروغیو ژغورلی شي. دغه خواړه انسان په احساساتي ډول هم غښتلی کوي او په بدن او ذهن کې یو شمیر مثبتو روغتیايي بدلونونو سره د جنسي کمزورۍ مخه نیسي. چاکلېټ خپل ترکیب کې د پام وړ انټي اکسیډنټس لري چې انسان له فزیکي او ذهني فشار څخه خلاصوي.

۲- اوکادو (Avocado)

دغه میوه خپل ترکیب کې په زیاته اندازه گټور غوړ لري چې جنسي غښتلتیا لپاره ډیر  گټور دی. گټور غوړ چې د گوتو په شمیر خوړو کې موجود وي بدن ته کالوري ورکوي او د بدن ځانگړو غړو په گډون په ټول بدن کې د وینې جریان بهتره کوي.

۳- صدف (Oyster)

د خوړو وړ صدف نوم یو شمیر ژوو لپاره کارول کیږي چې په سیندونو او سمندرونو کې پیدا کیږي او ډیرې روغتیايي گټې لري. په پخوا وختونو کې دغه خواړه د خدایانو د خوړو په نوم یادېده. دغه خواړه په ماغزو کې د ډوپامین (Dopamine) نومې موادو تولید زیاتوي چې دغه مواد د یادداښت، زده کړې، ذهني حالت او جنسي غریزې لپاره ډیر زیات اړین وي. صدف خپل ترکیب کې زېنک هم لري، دغه منرال د تستوسترون تولید زیاتوي او د جنسي غښتلتیا لامل گرځي.

۴- د کدو دانې

د کدو دانې هم خپل ترکیب کې زیاته اندازه زېنک (Zinc) لري. له دې سربیره د کدو دانې پروټین، اوسپنه، پوټاشیم او فاسفورس او ټول هغه منرالونه او وېټامینونه چې د جنسي غښتلتیا لپاره اړین دي غوره منبع گڼل کیږي.

۵- هندواڼه

په هندواڼه کې شته محلول فایبر د وینې جریان غښتلی  کوي، د جنسي غښتلتیا لپاره ډیر  اړین وي. له دې سربیره هندواڼه د ځانگړو ویټامیونو او منرالي موادو لرلو له امله بې شمیره روغتیايي گټې لري.

۶- سور مرچ

له دې سربیره چې د بدن حرارت زیاتوي، سور مرچ جنسي ځواک په زیاتولو کې هم مهم رول لوبوي. په سور مرچ کې کسپیاسین نومې مواد شته  چې د زړه درزا او شهوت زیاتوي.

۷- هوگه

هوگه د گڼو روغتیايي گټو سربیره د جنسي غښتلتیا لپاره تر ټولو گټور خواړه گڼل کیږي. دغه خواړه خپل ترکیب کې د الیسین نومې غوړ مرکب لري چې جنسي غړو ته د وینې جریان زیاتوي او په دې ډول شهوت او جنسي ځواک زیاتوي.