جنوبي اسیا کې افغانستان پڅه اقتصادي وده کړې

په هېواد کې د نړیوال بانک دفتر وایي، سره له دې چې افغان حکومت په مالي او اقتصادي برخه کې اصلاحات راوستي؛ خو بیا هم ددغه هېواد اقتصادي وده خورا پڅه ده.

ددغه نړیوال بنسټ شپږ میاشتني راپور ښيي، چې افغانستان روان کال یوازې دوه سلنه اقتصادي وده لرلې ده، چې دا به په دغه هېواد کې بېوزلي له منځه یونه سي.

سرچینه کاږي چې ناسم امنیتي وضعیت، کړکېچن سیاسي حالت، د ټاکنو او سولې له امله رامنځ ته شوې ګډوډۍ هغه لاملونه دي چې په افغانستان کې یې اقتصادي وده پڅه کړې ده.

نړیوال بانک د افغانستان د حکومت اصلاحي پلانونه ستايي؛ خو وایي په دغه هېواد کې یې د ناسم اقتصادي وضعیت په له منځه وړلو کې د پام وړ ګټه نه ده کړې.

دغه بانک وايي، که اصلاحات همداسې دوام وکړي نو ښایي په راتلونکې کې په افغانستان کې د فقر کچه راټيټه شي.