د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر برید شوی چې له امله یې یو پوځي وژل شوی او درې نور سخت زخمیان دي.
پاکستاني چارواکي وایي چې دا پېښه د جنوبي وزیرستان په کرکڼې سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د پوځیانو موټر له یادې سیمې د تېرېدو په حال کې و.