پنجشنبه , 28 مارچ 2024

جنګ ——!

 

ګټه نشته ټول تاوان کوي په جنګ کې

څوک چې چا سره ګوزران کوي په جنګ کې

 

جنګ دي ورک شي تباهي د انسانیت ده

صرف فایده پکې شیطان کوي په جنګ کې

 

دا متل دی چې په جنګ کې مړي کیږي

بس ژړا به هر انسان کوي په جنګ کې

 

هره ستونزه په خبرو هواریږي

شر خو هسې ماشومان کوي په جنګ کې

 

د افغان په خاوره خپل غرض لپاره

د وسلو دوی امتحان کوي په جنګ کې

 

دا چې ځان پوخ مسلمان ګڼي بیداره

قتل عام د مسلمان کوي په جنګ کې

بصیر بیدار ستوری