پنجشنبه , 25 اپریل 2024

جوشوا بویل وایې،حقاني شبکې مې کوچنۍ لور ووژله

هغه کاناډایي – امریکایي کورنۍ چې په پاکستان کې له اسارته خلاص شول، تېره شپه وخته کاناډا ته ورسېدل.

امریکایي کیتلن کولمن او د هغې کاناډایي مېړه جوشوا بویل په دوه زره دولسم کال کې کابل ښار ته نېږدې د حقاني شبکې لخوا تښتول شوي و چې د راپورونو له مخې کولمن په تېرو پنځو کلونو کې درې ماشومان وزېږول.

جوشوا بویل کاناډا ته له رسېدو سره سم رسنیو ته وویل چې حقاني شبکې د دوی یوه کوچنۍ لور ووژله.

نوموړي زیاته کړه:د یوه مسافر او د هغه د میندواري مېرمنې په تښتولو، د حقاني شبکې شرارت د دې سبب شو چې زما ماشومه لور ووژل شي.”

جوشوا دا هم وویل چې په همدې موده کې د ده پر مېرمنې د یوه ساتونکي لخوا جنسي تېری وشو.

نوموړي پر افغان حکومت غږ وکړ چې له دغې ډلې سره قانوني چلند وکړي.

افغان حکومت او امریکا دواړه حقاني شبکه پر افغان او بهرنیو ځواکونو او اهدافو د ډله ییزو او خونړیو بریدونو مسؤله بولي.

کابل او واشنګټن ټینګار کوي چې د پاکستان استخبارات «ای. اس. ای» اداره له حقاني شبکې سره اړیکې لري او دې ډلې ته یې په ازاده توګه د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

امریکایي چارواکو له اوږدې مودې راهیسي پاکستان تورنوي چې د حقاني شبکې او نورو سخت دریځو پر ضد چې د دوی په سرحدي سیمو کې فعالیت کوي، څه نه دي کړي.

حقاني شبکې پخوا د دغې امریکایي – کاناډايي کورنۍ د خلاصون په بدل کې د انس حقاني د خوشي کېدو غوښتنه کوله.

انس حقاني د جلال الدین حقاني زوی دی چې په کابل کې زنداني دی.

امریکایي چارواکي وایي چې یو شمېر نور امریکایان هم په افغانستان یا پاکستان کې له وسله والو ډلو سره په اسارت کې دي.

په دوی کې یو په کابل کې د امریکایي پوهنتون دوه استادان دي چې تېرکال د اګست په میاشت کې وتښتول شو.

همدا راز لیکواله پاول اوربې چې څو اویا کلنه ده په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان په ختیځ کې برمته شوه.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي