حامد کرزی وایي، د افغان سولې لپاره له روانو هڅو په  کلکه ملاتړ کوي .

نوموړي د شنبې په ورځ د مارشال محمد قسیم فهیم د پنځم تلین په یاد غونډه کې وویل، د سولې په برخه کې هر قدم چې پورته کیږي؛ ملاتړ یې پکار دی او په خبره یې په دې برخه کې د افغان حکومت له مشرانو سره هم په اړیکه کې دی، ترڅو په هېواد کې تل پاتې سوله راشي.

په دې غونډه کې د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وویل، مارشال محمد قسیم فهیم په هېواد کې د سولې ارمانجن وه او تل به یې د سولې پر خبرو ټینګار کاوه.