حشره وژونکو درملو درجه بندي، کارونه او احتیاط

ترتیب کونکی: فتح الله فرهاد

بوټو او نورو زراعتي نباتاتو ساتنې لپاره کارونکي درمل په لاندی ډولونو ویشل شوي دي.

1.  حشره وژونکي (انسکټیسایډ)

هغه درمل چه د حشراتو د وژلو لپاره کارول کیږي، د نمونې په ډول میلاتیا، سایپرمیترین، لاربیس او نور.

2.  سپږۍ وژونکي (مایټي ساییډ)

دا درمل د سپږۍ، شینې او نورو حشرو د وژلو لپاره کارول کیږي د نمونې په ډول لینیټ، بایي فینترین او نور.

3.  نیماټوډا (چینجي) وژونکي (نیماټیاسایډ)

دا درمل د نیماتودا حشرې وژلو لپاره کارول کیږي، لکه نیماګان.

4.  مږې وژونکي (روډنټي سایډ)

دا درمل د مږکانو او هغه حیوانات چه په سوړو کې ژوند کوي د وژلو لپاره کارول کیږي. مثلا زنک فاسفایډ، فاسفین ګیس او نور.

5.  چڼاسې ختمونکې (فنجی سایډ)

دا درمل د چڼاسو او ورته نورو مرضونو مخنیوي لپاره کارول کیږي، لکه ډایی تین، ایم ۴۵، کرزیټ او نور.

6.  هرزه وژونکي (ویډی سایډ)

دا درمل د هرزه (بې ضرورته) بوټو له منځه وړولو لپاره کارول کیږي، لکه بټکرال ایم سپر، افینی او نور.

 

7.  ګاز لرونکي درمل

دا درمل د ګاز په ډول د حشراتو د وژولو لپاره کارول کیږي، لکه اي ډي سي (ډیټیاګیس)، فاسفین ګاز او نور.

8.  تخم ساتونکي درمل (سیډ ډریسر)

دا درمل د تخمونو داخلي مرضونه له منځه وړي، لکه بندلیټ، کپتان، ویټاویکس او نور.

حشره وژونکو درملو اغیز

دا درمل په بیلا بیلو ډولونو حشرات له منځه وړي:

1- معدې له لارې اغیز لرونکي درمل

2- بدن سره د تماس په صورت کې اغیز لرونکي درمل

3- ګاز په ډول اغیز شیندونکې درمل

۱: معدې له لارې اغیز لرونکې درمل

دا درمل د هغه حشراتو لپاره کوم چې د ځمکې په سر ګرځي، د ځمکی لاندې پاتې کیږي او خوراک کوي، او بوټې له منځه وړي لکه دیمک، میګټ او نور چه له منځه وړولو لپاره یې اینډرین، تاییوډان او نور کارول کیږي.

۲: بدن سره د تماس په صورت کې اغیز لرونکي درمل

دا درمل د هغه حشراتو لپاره کارول کیږي کوم چه زیات حرکت کوي، بدن یی صاف او ملایم وي لکه بورا، وزر لرونکي حشرات… چه د مخنیوي لپاره یې امیډاکلوپرډ، بایې-فینترین او نور کارول کیږي.

۳: ګاز په ډول اغیز شیندونکې درمل

 

دا درمل د هغه حشراتو لپاره کوم چه په دیوالونو یا سورو (سوړو) کې اوسیږي کارول کیږي چیرته چه نور درمل کارول ګټه نه لري. مثلا د ګودامونو حشرات، دخیره شوو توکو حشرات او نور. دې د مخنیوی لپاره ګاز جوړونکي درمل لکه فاسفین ګاز ګټور دی.

حشره و‌ژونکو درملو کارول او احتیاطی تدابیر

نباتاتو د ساتنې پوهه د زراعت د پرمختګ لپاره اړینه ده، نن سبا نباتانو لپاره د ذهر لرونکو درملو کارول عام شوي چی بدې اغیزې یی په انسانانو او حیواناتو هم په بیلا بیلو ‌‌‌‎ ډولونو اثر لرلاۍ شي مثلا د هغې په خوړلو، بدن باندې پر لګیدو او په تنفس کې په اخیستو سره، نو له دې امله دا درمل باید په داسې خوندي ځایونو یا ګدامونو کې وساتل شي چه هلته تګ راتګ کم وي او د انتقال پر وخت هم باید له احتیاطه کار واخیستل شي. په بی احتیاطۍ سره د داسې درملو کارول او پاشل کولاې شي له ځان سره بدې پایلې ولري.

له بده مرغه زمونږ په کرنیزو ادارو کې د درملو کارول یا سپری کول په بې احتیاطۍ او غیرې فني ډول سره ترسره کیږی. د الاتو او درملو استعمال او سپری کولو طریقو لپاره هیڅ ډول لارښود پروګرامونه شتون نه لري، دهقانان مو دا تخنیکی کار بې له کومې لارښونی تر سره کوي، ځان ساتلو (بدن غړو پټولو) هیڅ ډول پروا نه کوي.

د زراعتی درملو د کارولو لپاره لاندې درې مرحلې وړاندې کیږي، که په ښه شکل په پام کې ونیول شي د درملو د بدو اغیزو نه تر ډیره بریده ساتل کیږو.

1.له کارولو مخکې

2. کارولو په دوران کې

3.له کارولو وروسته

1. له کارولو مخکې احتیاط

هغه څوک دې داسې ذهري درملو نه نږدې کیږي تر څو یې له بدو اغیزو خبر نه وي.

 

–        درملو له کارولو مخکې حفاظتي کالي لکه بدن پټولو لباس، ،عینکې، او بوټانو اغوستل اړین دي.

–        هغه پمپ باید ونه کارول شي چه د سپری کولو وروسته نه وي وینځل شوی ځکه د پمپ کې پاتې درمل د نوې درملو اثر ختمولاې شي.

–        ذهر لرونکي درمل باید اوسیدو له اطاقونو لرې وساتل شي ځکه د درملو ذرات هوا کې د خپریدو او پایله کې د خوراک او څښاک په توکو کې ورګډېداې شي.

–        ټپ لرونکي خلک باید سپري ونکړې ځکه ټپ دخرابیدو شونتیا یې ډیره ده.

2.  کارولو په دوران کی احتیاط

–        درملو پاشلو مخکې حفاظتي لباس او تنفس اخیستو اله باید واغوستل شي.

–        د تیز درمل کارولو پر وخت دوه کسانو شتون اړین دی تر څو د پیښې د پیدا کیدو په صورت کې مرسته وکړي.

–        د پمپ نالۍ یا نوزل د بندیدو په صورت کې د خولې د پوکې باید کار وانخستل شي، د تار په واسطه کیداې شي په اسانې پاک شي.

–        درملو پاشلو په دوران کی د هر ډول خوراک او سګرټ څکولو نه ډډه وکړئ.

–        درملو پاشلو کار باید سهار او یا له ماذیګر وروسته وشي.

–        ډیرې ګرمۍ، باران او تیز باد پر وخت د سپري کولو ډډه وکړئ.

3.  له کارولو وروسته احتیاط

–        له سپری کولو وروسته پمپ کی پاتې شوي درمل لرې او په یوه کنده کی وغورځوۍ.

–        درمل پاشلو الات په ولاړو اوبو او څاګانو کې مه پریمنځۍ، یو ځانګړې ځای ورته وټاکئ او یا یې کرنیزو پټو سره نږدې پریمنځۍ.

–        د سپری کولو په دوران کې کارول شوی لباس باید په صابون ښه پریمنځل شي.

–        که شونې وه نو د پټو تر څنګ (داسې ځاې چه په اسانئ لیدل کیداې شي) لوحې نصب شي تر څو خلکو ته معلومه شي چه کرهڼی ته نږدې نه شي او یا یې له وینځلو پرته ونه خوري.

د پیښو په صورت کی لومړنی طبي مرسته

پورته ذکر شویو تدابیرو سربیره که بیا هم کومه پیښه رامنځ ته کیږي او ډاکټر یا روغتون ته لاسرسی ستونزمن وي نو لاندې طبي مرسته اړینه ده:

ذهرو د تیریدو پیښه

–        داسې کسانو ته ډیرې اوبه ورکړۍ او په مصنوعي ډول پرې کانګې وکړئ تر څو یې له معدي ذهري توکي بهر شي.

–        بیهوشه شوي کس ته د کانګې کولو او خوراک ورکولو ډډه وکړئ.

–        اغیزمن شوي کس ته له کانګو کولو وروسته اومه هګئ او شیدې ورکړئ.

ذهرو د سڼلو پیښه

–        اغیزمن شوی کس لرې ازادې فضا ته انتقال او څملوۍ، د یخنئ په صورت کې یې بدن ګرم کړئ، ساه اخیستو کې ستونزه وي نو باید کیښني او که ستونزه یې ډیره وي نو په مصنوعي شکل تنفس ورکړۍ.

پر بدن لګیدو پیښه

–        کچیری درمل بدن سره په تماس کې شي سمدستي یې په صابن او ډیټولو ګډ شویو اوبو باندی درې ځله پریمنځۍ.

په سترګو کې لګیدو پیښه

–        ک چیرې درمل سترګو سره په تماس کې شي نو سمدستي یې په اوبو سره پریمنځۍ چه اوبه سترګې ته په ښه ډول ورسیږي او دا عمل تر پینځلسو دقیقو تکرار کړۍ.

د مختلفو درملو اغیزې او نښې

1- کلورینیټیډ هایډروکاربن لرونکې درمل: سردرد او تبه

2-ارګینوفاسفیټ ګروپ درمل: سردرد، نارامي، ویره، کانګې او نور

3-کاربامیټ لرونکې درمل: د سترګو سوزش، اسهال، کانګې، ساه اخستو ستونزه