حقيقت په نړۍ کې نه، بلکې په فکرونو کې دی

ژباړه: حمیدالله حمیدي

انسان متفکر او پرېکړه کوونکی موجود دی؛ هېڅوک نه شي کولای د هغه د لارې خنډ شي. څوک نه شي کولای چې ستاسو په سوچونو محدوديت ولګوي، ځکه د ژوند رېښتينې معنا دا ده چې هر څوک به خپلې پرېکړې خپله کوي. انسانان د خپلو هيلو په پوره کولو کې هم د خپل واک دي، خو دا واک مطلق نه دی، بلکې د ټولنې او مذهب له حدودو اغېزمن دی. په دې مانا چې ستاسو غوښتنې به په ټولنه کې د بل چا د حق ضايع کولو او د مذهبي ارزښتونو د ماتولو په معنا نه وي.

هر هغه څه چې تاسې یې په خپل چاپېریال کې وینی، یو وخت خیالونه وو، چې اوس په حقيقت بدل شوي دي.

دنګې او اسمان څکې ودانۍ، ښکلي او چټک موټر، الوتکې، سپوږمۍ ته ختل، موبایل، انټرنېټ او دې ته ورته سلګونه او زرګونه شیان یو وخت یوازې خیالونه او خوبونه وو خو اوس پر حقیقت بدل شوي او د میلیونونو انسانانو ژوند یې بدل کړی دی. د انسان باطني وجود تیاره او د لمس وړ نه دی، خو بهر نړۍ د لمس وړ او محسوسه ده، نو په ډاډ سره ويلي شو، چې: زموږ په جسماني نړۍ کې هېڅ حقیقت نشته هر څه چې دي زموږ په داخلي نړۍ او فکر کې دي.