چهارشنبه , 24 اپریل 2024

حلال مال داسې وي

له موږ او تاسې څخه چې په لښتي يا وياله کې هم موبايل او کامره ولوېږي، نو لاس ترې مينځو، خو د خلکو بخت بيا بل ډول کار کوي.

دوه کاله وړاندې له جاپانۍ سیرانا څخه یوه وېډیو کامره په سمندر کې ولوېده.

دا هغه مهال له خپلو ملګریو سره په ټایوان کې د علمي سفر پر مهال د سمندر ليدو ته تللې وه.

هغه مهال سیرانا او ملګریو یې دا موضوع ټولنیزو رسنیو ته هم را پورته کړه چې ډېرو پرې خفګان وښود، خو جالبه دا چې کله د ټایوان د همدې ښوونځي زده‌کوونکي دوه کاله وروسته همدې سیمې ته لاړل، نو د اوبو پر غاړه يې د سیرانا همدا وېډیو کامېره پیدا کړه.

که څه هم کامره په خپل اصلي رنګ او ډېزاین نه وه پاتې، مګر په حافظه کې یې یو شمېر تصویرونه او وېډیوګانې خوندې پاتې وې.

سيرانا ته يې اوس کامره بېرته سپارل شوې ده.

سرخط ورځپاڼه