حکايت

ژباړه: محمدعلي عمري

دفارسي ژبې ستر شاعر ابوسعید ابوالخیر ته یو سړی راغلو ورته ویې ويل، چې دالله تعالی له اسرارو څخه یو سِر یعني پټ قوت راوښيه. ابوسعيد ورته وویل چي لاړشه او سبا بیا راشه. په همدې موده کې ابوسعيد یو لوښی برابر کړو او په هغه لوښي کې یې یو موږک واچاوو او دلوښي سریې ټينګ وتړلو. سبا چې سړی راغلو ابوسعيد ورته وویل چي دغه لوښی واخله او درې ۳ ورځې وروسته یې راوړه. بیا به نو تاته یو سِر دروښيم. سړی کورته ولاړ، خو د ډېرې بې صبرۍ له کبله یې دلوښي سرخلاص کړو په همدې وخت کې موږک له لوښي څخه د باندې راووت، او وتښتېد. سړی په غصه شو او ابوسعید ته راغلو ورته چي ماتاته ویلي وو چي الهي اسرار راوښيه خو تا موږک راکړو؟ ابوسعيد ورته وویل چې ته دیوه موږک دساتلو توان نه لري . الهي اِسرار به څنګه وساتې.