خبر واست چې ټویټر د دروغو تم‌ځای دی

وايي چې څو رښتیا راځي، درواغو به کلي وران کړي وي، دا متل په ټولنیزو رسنیو کې بېخي په اثبات رسېدلې خبره ده.

ټویټر په اوس وخت کې د ټولنیزو رسنیو په برخه کې یو له مهمو هغو شمېرل کېږي چې ډېر لاس په لاس کېږي، خو پوهېږئ چې تر ټولو ډېر درواغ په همدې ټویټر کې خپرېږي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، یوه تازه څېړنه ښيي چې د ټویټر ۷۰ فیصده خپاره شوي مطالب دروغ او په غلطو سرچینو ولاړ دي.

په دې څېړنه کې له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۷ مېلادي کال پورې په ټویټر کې د خپرو شویو ۱ لک او ۲۶ زره خبرونو څېړنه شوې چې له ډلې يې ۷۰ فیصده درواغ را ختلي دي.

څېړنه زیاتوي، په دې خبرونو کې تر ټولو زیات له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۶ کال پورې د امریکا په ټاکنو کې خپاره شوي خبرونه شامل دي.

څېړنه په اخېر کې لیکي، دا خبرونه ځکه زیات خپاره شوي چې یو زیات جالب جوړ شوي وو او بل خلکو پکې دلچسپي درلوده.

سرخط ورځپاڼه