ختمأ يي ولولئ!!!

د هوښیار ړانده او حریص غله کیسه

د مصر پلازمینې قاهرې په شمال ختیځ دمیاط ولایت کې له ښار څخه لرې په بانډه کې یو ړوند سړی اوسېدلو، که څه هم د سترګو له لوی نعمت څخه محروم ؤ خو الله پاک ورته زیاته پوهه، حکمت او بصیرت ورپه برخه کړی ؤ.

ددغه ړانده سړي یو ښکلی کور او د کور شاته یوه باغچه وه.

د ړانده سړي مشر زوی چې د دمیاط په ساحل کې یې د سوداګریزو کښتیو کاروبار کولو، یوه ورځ کور ته له ډیرو پیسو سره راستون شو خپلې ګټلې پیسې یې پلار ته وسپارلې، ړوند پلار یې د زوی په راتلو او پیسو په ګټلو زیات خوشحاله شو، سمدستي د کور شاته خپلې باغچې ته ولاړو، هلته یې د یوې غټې ونې لاندې دغه ټولې پیسې په یوه محفوظه طریقې سره خښې کړې.

څه موده وروسته د ړانده سړي پیسو ته اړتیا پېښه شوه، خپلې باغچې ته ولاړو ترڅو هغه خښې کړې پيسې راوباسي او خپل ضرورت ورباندې پوره کړي، لیکن دغه ړوند سړی هغه وخت سخت حیران او پرېشانه شو چې په ټاکلي ځای کې یې خښې کړې پیسې ونه موندلې!

آخر دا پیسې چا پټې کړې؟! سوچونو کې ډوب شو،  ړوند چې ډېر هوښیار او حکیم سړی ؤ له ژور فکر وروسته یې ځان سره وویل: هممم، بس پیدا مې کړ! ددې پیسو غل پرته زما له هغه چالاک ګاونډي څخه بل څوک نشي کیدلای، ممکن د پيسو خښولو پرمهال یې زه کتلی یم.

ړوند حکیم سمدلاسه خپل چلبازه ګاونډي ته ورغی ورته یې وویل: زه تاته د یوې مشورې لپاره راغلی یم، ځکه مشوره کې خیر او برکت وي. ددې خبرې په اورېدو سره چلبازه ګاونډي سمدستي مرۍ تازه کړه او واسکټ یې وڅنډلو ورته یی وویل: مهرباني وکوه د هرڅه باره کې چې مشوره غواړې مخلصانه مشوره به درکوم، ځکه ته زما معیوبه او نیک خویه ګاونډی یې.

ړانده حکیم په ډیرې هوښیارۍ او عقلمندۍ سره ورته وویل: تاته به معلومه وي کنه، څه موده وړاندې زما مشر زوی د تجارتي کښتیو په کاروبار کې ډیرې پیسې وګټلې، که څه هم هغه وخت ما د خپل ذهن مطابق د پیسو نیماېي برخه د کور شاته باغچه کې خښې کړې او نیماېي نورې مې کور کې له ځانه سره بکس کې وساتلې، خو اوس ویریږم چې هسې نه واړه ماشومان مې دغه پیسې له کوره بهر وباسي او زما له بکس سره یوځای یې ورکې نه کړي، نو تاته ددې لپاره راغلم چې ته راته سمه لاره وښیې.

چې آیا دغه نیماېي نورې پیسې هم له هغه پخوانیو سره یوځای خپله باغچه کې خښې کړم او که یې له تاسره امانت کېږدم؟

چلبازه ګاونډي چې دا خبره واورېدله له ډیرې وراخطایۍ څخه یې رنګ تک تور او ژبه یې بنده بنده کېدله، ړانده ته یې وویل: که له ماسره یې امانت کېږدې زما لخوا کوم ممانعت نشته، خو زما او ستا ماشومان خو یو شانته شیطانان دي، هسې نه صبا یې زما له کور څخه هم ستاسو امانت پیسې ویستلې وي، نو ښه خبره داده چې خپلې پاتې پیسې هم باغچه کې خښې کړې ترڅو له هرقسم نقصان څخه په امان وي.

ړانده سړي ورڅخه مننه وکوله، ورته یې کړل: رښتیا دې وویل سبا ته به یې باغچه کې له خپلو پخوانیو پیسو سره یوځای وساتم، او خپل کور ته ولاړو.

چلبازه ګاونډی بیګا د شپې تیاره کې د ړانده سړي باغچې ته ور واووښت او هغه غلا شوې پیسې یې بېرته خپل ځای کې خښې کړې، ترڅو هغه ړانده سړي ته د نورو پیسو خښولو پرمهال کوم شک پیدا نه شي.

سباته غرمه مهال ړوند سړی باغچې ته لاړو، د غټې ونې له بېخ څخه یې خپلې پیسې واخیستلې، غل ګاونډي هم ورته له لرې څخه کتل، هغه داسې ګومان وکولو چې ړانده سړي نورې پیسې خښې کړې، بیګاته د شپې تیاره کې غل ګاونډی باغچې ته په ډیرې خوشحالۍ راغی ترڅو د ړانده ګاونډي ټولې پیسې په یوځای ځان سره یوسي….، خو د پيسو کنده یې تشه ولیده لیکن یوه پاڼه یې وموندله چې داسې لیکل ورباندې شوي وو: «حکیمانو ته د فریب ورکولو کوښښ حماقت دی».

دا خبره همیش په یاد ولرئ چې د مال ورکېدو پروخت شور او هایسوران ګټه نه کوي، بلکې په حکیمانه طریقې او پټې خولې باندې د ورک شوي مال پیدا کول ډیر آسانه وي، که خپله نه پوهیږئ له یوه نیږدې او هوښيار دوست، د کلي ملا امام او یاهم کوم تجربه کار سړي سره سلا مشوره وکوئ نو خپل ورک شوی مال به په آسانه پیدا کړئ.

ژباړه: قدرت الله «تنها