خدای مو له داسې مېرمنې ساته

اورېدلي به مو وي چې د ځینو سړیو مېرمنې ډېرې غوسه ناکې دي او ان ډېری یې په مخ کې خبره هم نه شي کولای، په ډېرو خو د کور کارونه لا څه چې جارو هم کوي، خو وايي، د شپې هر څوک وېرېږي، مګر څوک یې حال وايي او څوک نه.

راځئ نن مو له یوې داسې مېرمنې خبروو چې خپل خاوند یې طلاق کړی، خو پوهېږئ ولې؟

یوې ټایوانۍ مېرمنې وروسته له هغه خپل خاوند طلاق کړ چې د هغې د فېسبوک مسج ته یې ځواب ور نه کړ.

مېرمنې له دې کار وروسته سم‌دلاسه په محکمې کې عریضه هم وکړه او خپل خاوند یې له پوره شواهدو وړاندې کولو وروسته بندي کړ.

سرخط