خلیلزاد د افغان سولې په اړه اروپایي هېوادونو ته سفر پیل کړ

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ بروکسیل، پاریس او مسکو ته سفر پیل کړی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې زلمی خلیلزاد به په بروکسل او پاریس کې د اروپایي ټولنې او ناټو د چارواکو په گډون د خپلو سیالو چارواکو سره وگوري.

نوموړي به خپلو سیالانو سره په دې اړه خبرې وکړي، چې په افغانستان کې د سولې د راوستلو هڅې څنگه په ښه توگه گړندۍ کړي.

اعلامیه کې راغلي، چې خلیلزاد به مسکو کې د روسیې او چین له استازو سره وگوري او د افغانستان د جگړې د پای ته رسولو په اړه به ورسره بحث وکړي.