خلیلزاد د سولې د پروسې چټکتیا به د داعش ماتولو ته افغانان لاپیاوړي کړي

زلمي خلیلزاد ویلي چې د بین الافغاني خبرو په شمول باید د سولې پروسه چټکه کړو او دا بریا د داعش ماتولو ته افغانان لا سره غښتلي کوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د افغانانو غښتلی دریځ د داعش ماتولو ته اړین وباله..

خلیلزاد وروسته له هغه چې په کابل کې د یوه ځانمرګي برید مسؤلیت داعش ډلې ومانه، تېره شپه دا خبره په ټوېټر ولیکله.

هغه زیاته کړې چې د بین الافغاني خبرو په شمول باید د سولې پروسه چټکه کړو.

خلیلزاد په همدغه ټوېټ کې زیاته کړې چې دا بریا (د سولې پروسې چټکتیا او بین الافغاني خبرې) به افغانان له لا غښتلي دریځه برخمن کړي، څو داعش مات کړي.

خلیلزاد د اسد په شپږویشتمه یعنې وړمه شپه په کابل کې د ودونو په یوه تالار د داعش ډلې ځانمرګی برید غندلی او وحشیانه یې بللی دی.

په دغه برید کې ۶۳ تنه وژل شوي او ۱۸۲ ټپیان شوي دي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، داعش ډلې په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې دا برید (عاصم ال پاکستاني) د دوی یوه پاکستاني بریدګر په کابل کې د شیعه ګانو په غونډه باندې کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا برید غندلی او وحشیانه یې بللی دی.

له دې سره له افغان ولسمشر اشرف غني را نیولې تر نورو ټولو مهمو چارواکو د دغه برید په تړاو طالبان ګرم بللي او ویلي یې دي چې نورو ترورېستانو ته یې د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

د افغانستان د جمهور رئیس اشرف غني په حواله د یکشنبې په شپه د ارګ ماڼۍ په ټوېټر کې راغلي: که طالبان خپلو ترورېستي بریدونو ته دوام ورکړي، د سولې لپاره به لار لا پسې تنګه کړي او خلک به له موږ وغواړي چې شدید تصامیم ونیسو.

ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې ژمنه کړې چې افغان پوځیان به د خلکو د وینو غچ واخلي.