پنجشنبه , 25 اپریل 2024

خلیلزاد د سولې په هر اړخيزه لټه کې دی

افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازى زلمى خليلزاد وايي، دوى له افغانستانه د خپلو ځواکونو ايستلو د تړون نه، بلکې د سولې د يوې هر اړخيزې هوکړې په لټه کې دي.

د خليلزاد دا څرگندونې په داسې مهال کې مخې ته راځي چې ټاکل شوې د طالبانو او امريکايي پلاوي ترمنځ د سولې د خبرو اووم پړاو ډېر ژر په دوحه کې پيل شي.

طالب او امريکايي چارواکو د خبرو دغه پړاو مهم بللى او د پام وړ پرمختگ هيله يې څرگنده کړې.

زلمى خليلزاد وايي، له طالبانو سره د خبرو اترو بل پړاو لپاره چمتوالى روان دى، خو پر دې هم ټينگار کوي چې دوى يوازې له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره د هوکړې په لټه کې نه دی؛ بلکې د سولې د يو هر اړخېز تړون غواړي.