خلیلزاد له طالبانو سره د سولې نهم پړاو خبرو ته تابیا ښودلې

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د سولې نهم پړاو خبرو لپاره قطر ته روان شوی دی.

خلیلزاد ویلي، امریکا هوکړې ته چمتو ده او وبه کتل شي چې طالبان هم چمتو دي او که نه.

خو له دې وړاندې په دوحه کې د طالبانو یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې ددوی استازي هم د  نهم پړاو خبرو ته چمتوالی لري.

د سولې نهم پړاو ته د چمتوالي خبرونه داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، غواړي یوشمېر امریکايي پوځيان له افغانستانه وباسي، خو په ورته وخت کې یې په دې هېواد کې د امریکا پر استخباراتي حضور ټینګار کړی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، واشنګټن کې یې امریکايي چارواکو ته د افغان سولې د بهیر په اړه معلومات ورکړي چې خبرې چېرې رسېدلې او راتلونکي ګامونه څه دي.

خلیلزاد دا څرګندونې له واشنګټنه دوحې ته تر خوځېدو وروسته کړې دي.

زلمي خلیلزاد په خپل ټویټري پیغام کې ویلي، لومړی تمځی یې دوحه دی او هلته به د پاتې مسلو د وروستي کولو هڅه وکړي.

خلیلزاد د خپل ټویټ پای کې ویلي، موږ چمتو یو، راځئ وګورو چې ایا طالبان هم چمتو دي.

د افغان سولې په تړاو د خلیلزاد له خوشبینۍ ډک پیغام په داسې حال کې مخې ته راځي چې په دوحه کې د طالبانو یوې سرچینې له رسنیو سره د خبرو نهم پړاو خبرو ته تابیا ښودلې.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو اېستلو ته په اشاره وویل، موږ به یوشمېر ځواکونه بېرته راولو، خو باید هلته خپل حضور وساتو.

په همدې مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې وینا پاڼه کې ویلي، خلیلزاد به کابل ته سفر وکړي.